ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د ښوونکو کاري اعتصاب لسمې ورځې ته وغځېد

په ننګرهار کې د ښوونکو کاري اعتصاب لسمې ورځې ته وغځېد

author avatar
30 Apr 2015 - 15:42
په ننګرهار کې د ښوونکو کاري اعتصاب لسمې ورځې ته وغځېد
author avatar
30 Apr 2015 - 15:42

جلال اباد (پژواک، ۱۰ غويى ۹۴): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې اعتصاب کوونکي استادان وايي تر هغه چې يې ستونزې نه وي هوارې شوې، اعتصاب ته دوام ورکوي.

د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د سره رود ولسوالۍ د ۲۵ ښوونځو ښوونکو د "استادانو  د ښارګوټي" پر سر د ناندريو له امله د نه تدريس کولو اعتصاب پيل کړى  او  تر اوسه ادامه لري.

په يادو ښوونځو کې ۲۲زره زده کوونکي زده کړې کوي خو له تېرو ۱۰ ورځو راهيسې يې دروازې تړلې او زده کوونکي ښوونځي ته نه ورځي.

د سره رود ولسوالۍ د ښوونکو د ټولنې مشر احسان الله نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې کاري اعتصاب يې د ځمکې د ورکړل شوو نومرو د غصبېدو له امله دی.

دی وايي: "د سره رود ولسوالۍ په سياه سنګ سيمه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په فرمان موږ ته ښارګوټی جوړ  شو، نومرې يې توزېع شوې، خو اوس د زورواکو له لوري زموږ نومرې غصب شوې دي."

د هغه په وينا، له همدې امله د يادې ولسوالۍ استادانو پر کاري اعتصاب لاس پورې کړى او تر هغه چې د استادانو غوښتنې نه وي منل شوې، دغه اعتصاب ته به ادامه ورکړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی جاوېد زمان وايي چې حکومت بايد د يادو ښوونکو ستونزو ته د حل لار پيدا کړي.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري پژواک ته وويل چې د ولسمشرۍ په ګډون د يادو استادانو ستونزې له اړوندو نورو ادارو سره هم  شريکې شوې دي.

هغه زياته کړه: "موږ په سره رود کې د سياه سنګ او باغوانۍ په نومونو د ښوونکو لپاره دوه  ښارګوټي لرو، د باغوانۍ ښارګوټي په کارونو کې ستونزه نشته خو د سياه سنګ ښارګوټي ځينې نومرې پخوا غصب شوې دي."

شينواري د غاصبينو نومونه په ډاګه نه کړل.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزی وايي چې د دغه ولايت سرپرست د سره رود ولسوالۍ له اعتصاب کوونکو استادانو سره له نږدې ليدلي او امنيتي ارګانونو  ته يې امر کړى چې د يادو ښوونکو ستونزې هوارې کړي.

بل لور ته زده کوونکي بيا له استادانو د اعتصاب د پاى ته رسولو غوښتنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.