ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې طالبانو دوه ښوونکي ووژل

کونړ کې طالبانو دوه ښوونکي ووژل

author avatar
30 Apr 2015 - 13:45
کونړ کې طالبانو دوه ښوونکي ووژل
author avatar
30 Apr 2015 - 13:45

اسعداباد (پژواک، ١٠ غويى ٩٤): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې طالبانو په دانګام ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي دوه ښوونکي پر ډزو وژلي دي.

د کونړ امنيه مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل وايي چې طالبان نن شاوخوا ١١ بجې د يادې ولسوالۍ په بېداد سيمه کې ښوونځي ته ننوتل او دوه ښوونکي يې بوتلل.

سيدخېل وايي چې طالبانو دا ښوونکي د ښوونځي په ٥٠٠ مترۍ کې پر ډزو وژلي دي.

د هغه په خبره، امنيتي سرتېرو  د ښوونکو د وژونکو له ډلې يو تن په جګړه کې وژلى دى.

امنيه قوماندان زياتوي، تر اوسه د ښوونکو د وژنې انګېزه څرګنده نه ده. طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

د بېداد غرنۍ سيمه د دانګام ولسوالۍ په دوه کيلومترۍ کې پرته ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.