ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند معيوبين مسوولې ادارې د حقوقو په ورکړه کې په ناغېړۍ تورنوي

د هلمند معيوبين مسوولې ادارې د حقوقو په ورکړه کې په ناغېړۍ تورنوي

author avatar
2 May 2015 - 14:35
د هلمند معيوبين مسوولې ادارې د حقوقو په ورکړه کې په ناغېړۍ تورنوي
author avatar
2 May 2015 - 14:35

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ غويى ۹۴): د هلمند د کار او ټولنيزو چارو له رياست سره راجستر شوي معيوبين وايي چې د تېر کال حقوق يې نه دي ورکړل شوي.

دغو معيوبينو او معلولينو چې د غويي په ١٢مه د  ياد رياست مخې ته راټول شوي وو، نيوکه کوله چې دوى ته خپل حقوق پر وخت نه ورکول کېږي.

د موسی جان  په نوم  يو معيوب چې له ناوې ولسوالۍ راغلى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې اووه کاله مخکې  د ماين په يوه چاودنه کې يې يوه پښه پرې شوې وه.

هغه وايي چې دى د کورنۍ يواځېنى مشر دى او ټول لګښتونه يې ور له غاړي دي.

ده زياته کړه: ((موږ له مسوولينو ډېر څه نه غواړو، يواځې زموږ حقوق دې پر وخت راته راکړي.))

موسى خان ادعا وکړه، مسوولين هغو معيوبينو ته پر وخت حقوق ورکوي چې رشوت ورکوي.

د رويدار په نوم يوه بل کس چې ځان يې د باغران ولسوالۍ اوسېدونکى معرفي کړ، پژواک ته وويل چې پر لاسو او پښو دواړو معيوب دى.

هغه وايي: ((کار مزدوري نه شم کولى، يواځې همدې حقوقو ته ناست يم، دولت چې کله پر وخت زموږ حقوق نه راکوي، نو له ډېرو ستونزو سره مخ کېږم.))

د محمدرحيم  په نوم يوه بل معيوب پژواک ته وويل چې په هلمند کې له  خلکو سره ډېرې مرستې کېږي، خو دوى ترې محروم پاتې کېږي.

هغه وايي چې تر ټولو زيات، دوى د مرستو مستحق دي.

بلخوا د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رييس محمدنادر وطنوال وايي  چې  ٦زره معيوب تز معلول کسان ورسره راجستر دي او دوه زره يې د بانک کارتونه لري.

هغه له پژواک اژانس سره په خبرو کې د معلولينو شکايت پر ځاى وباله او زياته يې کړه چې دوى ته د ماليې وزارت له خوا پيسې نه دې ورکړل شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.