ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست پوليسو امنيتي تدابير ټينګ کړي

د خوست پوليسو امنيتي تدابير ټينګ کړي

author avatar
2 May 2015 - 11:35
د خوست پوليسو امنيتي تدابير ټينګ کړي
author avatar
2 May 2015 - 11:35

خوست ښار (پژواک، ١٢ غويى ٩٤): د خوست امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې يې د حکومت د وسله والو مخالفينو د هر ډول ترهګريزو بريدونو د مخنيوي او دفاع لپاره پوره چمتووالی نيولی دی.

امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت دغه څرګندونې د غويي په ١٢مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه چې د دغه ولايت له ټولو امنيتي ارګانونو سره يې په ګډه پر ځينو ځانګړو امنيتي پلانونو کار کړی چې د عملي کېدو په پايله کې يې د وسله والو طالبانو د ډېری فعاليتونو مخه نيول شوې ده.

نوموړى وايي، د وسله والو طالبانو له لوري د عزم په نوم پيل شوو پسرلنيو عملياتو ته په اشارې سره وويل چې د عزم عمليات تش تبليغاتي نوم دی او د دوی پر حکومتولۍ يې کوم اغېز نه دی کړی.

غيرت زياتوي: ((موږ ډېر قوي تدابير لرو چې په ورځنيو امنيتي چارواکې ترې په عملي ډول کار اخلو. له ټولو امنيتي ارګانونو سره ګډې غونډې لرو او لازمې پرېکړې کوو.))

نوموړي زياته کړه چې د حکومت وسله والو مخالفينو د خوست په ګڼو سيمو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه وکړل، خو نه يواځې چې د هغوی لپاره يې کومه مثبته پايله نه لرله، بلکې ماتې يې هم وخوړه.

امنيه قوماندان د تريزيو او عليشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې د پروني ډله ييز وسله وال بريد ته په اشارې سره وويل، هڅه يې دا ده چې د وسله والو مخالفينو ټول بريدونه د هغوی پر زيان تمام کړي.

د چارواکو په وينا، د ببرک تاڼې پر امنيتي پوستو د ياد ترسره شوي بريد په ترڅ کې ۲۵ وسله وال او ۲ سرحدي پوليس وژل شوي، ۲۱ وسله وال او پنځه نور سرحدي پوليس ټپيان دي.

 ده زياته کړه: ((مخالفين غواړي چې د حکومت د کمزوري کولو لپاره له هر ډول تاکتيکونو کار واخلي، خو موږ پوره چمتو يو چې د دوی هر ډول راتلونکی پلان شنډ کړو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.