ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د قطر کنفرانس د سولې لپاره ښکېلو غاړو ته يو فرصت دى

شنونکي: د قطر کنفرانس د سولې لپاره ښکېلو غاړو ته يو فرصت دى

author avatar
2 May 2015 - 16:07
شنونکي: د قطر کنفرانس د سولې لپاره ښکېلو غاړو ته يو فرصت دى
author avatar
2 May 2015 - 16:07

کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٤): ځيني سياسي شنونکي د افغانستان په اړه په قطر کې جوړه شوې غونډه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو دواړو لپاره ګټوره بولي.

د پګواش په نوم يوې کاناډايۍ څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې دوه ورځنى کنفرانس نن په قطر کې پيل شوى چې په کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ د افغانستان ٢٠ کسيز پلاوى هم ګډون لري.

په دغه افغان پلاوي کې د سولې عالي شورا غړي، د پارلمان وکيلان، د سياسي ګوندونو استازي او د مدني ټولنو فعالان برخه لري.

دغه راز د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي درى کسيز پلاوى هم په دغه کنفرانس کې ګډون لري.

د سياسي چارو يو شمېر شنونکي په دې اند دي چې په اوسنيو حساسو شرايطو کې دا ډول کنفرانس جوړول، ټولو لورو ته په ګټه دى.

سياسي شنونکى محمدحسن حقيار وايي چې د قطر غونډه هم طالب او هم افغان حکومت دواړو لپاره ګټوره ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم دا غير رسمي غونډه ده، خو په دې کې دواړو لورو ته دا چانس ورکول شوى چې خپل دريځونه روښانه کړي.

ده زياته کړه: ((په دې غونډه کې د سولې پر اړتياوو، ضرورتونو او څرنګوالي بحث کېږي او هر لورى به په کې خپل دريځ واضح کړي.))

د حقيار په وينا، دغه کنفرانس د امريکا او غربي نړۍ ملاتړ هم له ځان سره لري؛ ځکه چې د تنظيموونکې ادارې (پګواش) لګښتونه ټول امريکا ورکوي او دغه راز دې ادارې تر دې مخکې په فرانسې او ترکيې کې هم دا ډول غونډې کړې دي.

دى وايي، تر ټولو مهمه دا ده چې طالبان دا ځل په ښکاره توګه د خپل ګډون په اړه رسمي اعلاميه خپره کړې او د خپل پلاوي نومونه يې په کې په ډاګه کړي دي.

حقيار زياتوي، طالبان غواړي په دغه کار سره نړۍ ته وښيي چې دوى د سولې پلويان دي او پر جګړې ټينګار نه کوي.

د سياسي چارو بل کارپوه ډاکتر فيض محمد ځلاند که څه هم د قطر غونډه د حکومت او طالبانو دواړو ته په ګټه بولي، خو زياتوي چې د سولې په پروسه کې د حکومت کمزوري دريځ د طالبانو دريځ پياوړى کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.