ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د خوست په اړه به لازم اقدامات ترسره شي

ولسمشر غني: د خوست په اړه به لازم اقدامات ترسره شي

author avatar
2 May 2015 - 17:14
ولسمشر غني: د خوست په اړه به لازم اقدامات ترسره شي
author avatar
2 May 2015 - 17:14

کابل (پژواک ١٢ غويى ٩٤): ولسمشر اشرف غني خوست ته له استول شوي پلاوي سره په کتنه کې ويلي، چې ډېر ژر به د دې ولايت په اړه لازم ګامونه واخيستل شي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د خوست د عمومي حالت د ارزونې او په دغه ولايت کې د وروستيو پېښو د څېړنې په موخه له استول شوي پلاوي سره، نن په ارګ کې وکتل.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دغه کتنه کې، پلاوي د خوست د موجود عمومي حالت او په دغه ولايت کې د وروستيو پېښو د څرنګوالي په اړه ولسمشر ته د خپلو موندنو راپور وړاندې کړ.

سرچينه کاږي، ياد پلاوي په خوست کې د مثبت بدلون د رامنځته کېدو لپاره خپل ځانګړي وړانديزونه مطرح کړل.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د حقيقت موندونکي پلاوي د راپور او وړانديزونو له اورېدو وروسته وويل، چې د دغه پلاوي د راپور او وړانديزونو په پام کې نيولو سره به ډېر ژر د خوست په اړه لازم اقدامات ترسره شي.

هېره دې نه وي، چې څه باندې يوه مياشت وړاندې د ولسي جرګې د دوو غړو همايون او کمال ناصر اصولي د خوست ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو سره په ګډه، له دې امله د سرپرست والي پرضد لاريونونه او غونډې پيل کړې، چې ګني په اداري فساد کې ښکېل دی.

اعتراض کوونکو د خوست د والي د کور او د اداري کمپلکس شاوخوا د اعتراض په ډول خېمې ووهلې او دفترونه يې د مامورينو پرمخ وتړل. د همدې اعتراضونو په ترڅ کې، يو ځانمرګی بريد وشو، چې په پايله کې يې څه باندې شل تنه ووژل شول او تر شپېتو ډېر ټپيان شول. په ټپيانو کې وکيل همايون هم شامل و.

له دې پېښو وروسته، ولسمشر اشرف غني د خوست له ځينو مشرانو سره د کتنې پر مهال د دې ولايت د ځانمرګي بريد او د اداري فساد په اړه دوه کميسيونه وګومارل، ترڅو په دې اړه څېړنې وکړي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.