ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال عبدالرازق: حکومت دې د سولې د خبرو لپاره هېواد نه قرباني کوي

جنرال عبدالرازق: حکومت دې د سولې د خبرو لپاره هېواد نه قرباني کوي

author avatar
3 May 2015 - 21:41
جنرال عبدالرازق: حکومت دې د سولې د خبرو لپاره هېواد نه قرباني کوي
author avatar
3 May 2015 - 21:41

کندهار  ( پژواک، ۱۳ غویی ۹۴) : د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له حکومت څخه وغوښتل چې د سولې د خبرو په نوم دې خپل هېواد نه قرباني کوي.

 

هغه دغه څرګندونې د غویی په ۱۳مه، په توندو ټکو د ولايت مقام د غونډو په تالار کې د نوي والي د معرفي په غونډه کې وکړې چې په کې د اجرائيوي رئيس تر څنګ د سيمه ييز ارګانونو د ادارې مسوولينو، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو او لسګونو نظامي او ملکي چارواو، قومي مخورو او نور ګډون کړى و.

 

جنرال رازق وويل: ((د ملي وحدت له حکومت څخه مې غوښتنه دا ده چې د سولې د خبرو لپاره دې افغانستان نه قرباني کوي.))

 

هغه زياته کړه، د هېواد امنيتي ځواکونه چې له تېرو څو کلونو راهيسې کومې لاسته راوړنې لري، دا يې د خپلو سرونو په قربانيو تر لاسه کړي دي.

 

خو نوموړي وويل چې په نظام کې استخباراتي کړۍ ننوتلې دي او د هغوى پر سرونو او ولايتونو يې سودا پيل کړې ده.

 

هغه زیاته کړه : ((زه خبر يم، که اړتيا وليدل شي نو په اړه به ټول ولس ته شواهد هم وړاندې کړم، چې د سولې شورا د افغانستان د خلکو له قاتل مولوي عبدالقيوم ذاکر سره د سرونو او ولايتونو سودا پيل کړې ده او پر دې کار کوي چې څنګه جنرال رازق ووژني، څنګه استاد عطا ووژني او څنګه نور ووژني.))

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.