ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د قطر د سولې کنفرانس ملاتړ وکړ

پاکستان د قطر د سولې کنفرانس ملاتړ وکړ

author avatar
3 May 2015 - 15:12
پاکستان د قطر د سولې کنفرانس ملاتړ وکړ
author avatar
3 May 2015 - 15:12

کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٤): که څه هم افغان حکومت او طالبانو ويلي چې د قطر غونډه غير رسمي ده، خو پاکستان وايي چې  په قطر کې د طالبانو او افغان دولت تر منځ د خبرو اترو ملاتړ کوي.

د پګواش په نوم يوې کاناډايي څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې دوه ورځنى کنفرانس نن په قطر کې پيل شوى چې په کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ د افغانستان ٢٠ کسيز پلاوى هم ګډون لري.

په دغه افغان پلاوي کې د سولې عالي شورا غړي، د پارلمان وکيلان، د سياسي ګوندونو استازي او د مدني ټولنو فعالان برخه لري.

دغه راز د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي درى کسيز پلاوى هم په دغه کنفرانس کې ګډون لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عزاز چوهدري د غويي په ١٣مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې سوله غواړي او له همدې امله په قطر کې د روان کنفرانس ملاتړ کوي.

هغه زياته کړې چې د دې سيمې  سوله او ثبات په افغانستان پورې تړلې ده، که چېرې په افغانستان کې سوله رامنځته شي، نو ګټه يې ټولې سيمې ته رسېږي.

د نوموړي په وينا، پاکستان د افغانستان او طالبانو  تر منځ د هر ډول رسمي او غير رسمي خبرو اترو ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويلي چې د اړتيا پر مهال دوى په دې برخه کې هر ډول مرسته هم کولى شي.

اعزاز چوهدري ويلي، دوى هيله من دي چې د افغانستان او پاکستان اړيکې نورې هم پياوړې شي.

بلخوا د قطر د کنفرانس يوه ګډونوال چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه کنفرانس کې د طالبانو او افغانستان د پلاوو تر څنګ د ملګرو ملتونو، قطر او ترکيې استازي هم ګډون لري.

يوې بلې سرچينې پژواک ته ويلي چې د طالبانو استازو ته په دغه کنفرانس کې  د ډېرو خبرو اترو اجازه نه ده ورکړل شوې او خپل دريځ به يواځې په ليکلي بڼه وړاندې کوي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت پرون ويلي وو چې د افغان شخړې د ټولو لورو د نظرونو تر منځ د واټن د له منځه وړو په موخه يې د پګواش د کنفرانس کوربه توب کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.