ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد د ځانمرګي بريد او انګېزې شينوارې د ترور عاملين ونيول شول

د جلال اباد د ځانمرګي بريد او انګېزې شينوارې د ترور عاملين ونيول شول

author avatar
4 May 2015 - 15:42
د جلال اباد د ځانمرګي بريد او انګېزې شينوارې د ترور عاملين ونيول شول
author avatar
4 May 2015 - 15:42

جلال اباد(پژواک،۱۴غويى ۹۴): د ملي امنيت عمومي رياست وايي،چې دجلال اباد ښار د نوي کابلبانک مخې ته د ځانمرګي بريد عاملين او د ولايتي شورا د غړې انګېزې شينوارې قاتلين ونيول شول.

د وري په ۲۹مه د جلال اباد ښار کې د نوي کابلبانک مخې ته ځانمرکی بريد وشو، چې ۳۵ کسان په کې ووژل شول او ۱۲۴ نور ټپيان شول.

دغه راز تر دې مخکې د يوه مقناطيسي ماين په چاودنه کې د ننګرهار د ولايتي شورا وکيله انګېزه شينوارې سخته ټپي شوې وه چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د ملي امنيت رياست وياند حسيب الله صديقي د غويي په ١٤مه، په جلال اباد کې د خبري غونډې پر مهال وويل،چې ددغو بريدونو په توريې تېره ورځ د بهسودو ولسوالۍ دبېز اکمالاتي په سيمه کې دقوماندان زاهدالله مشهور په سيف الله د ګروپ پنځه کسان نيولي  دي.

صديقي زياتوي، چې نيول شوي کسان انعام الله، فرمان الله، شهاب الدين، حميد الله او عبدالغفور مشهور په ساحل نوميږي.

د ملي امنيت رياست وياند وويل:((نيول شوو کسانو د کابلبانک په پېښه، د انګيزې شينوارې په ترور، د پوليسو اکاډمي د پنځو استادانو په وژلو،ملي امنيت پر سرتېرو په بريد او د ډولکي بابا زيارت په چاودنه کې لاس درلود.))

نوموړي زياته کړه،چې دغو کسانو هوډ در لود څو د راتلونکې جمعې په ورځ د جلال اباد ښار ګمرک په جومات کې  د جمعې د لمانځه د اداء کولو پر مهال چاودنه وکړي.

صديقي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د کابلبانک مخې ته د چاودنې مسووليت لومړی داعش پر غاړه اخيستی وو؟ وويل: (( نيول شوي کسان وسله وال طالبان دي او په داعش پورې اړه نه لري، ښايي په دې تور تر نن ماښامه پورې نور کسان هم  ونيول شي.))

د ملي امنيت رياست نيول شوي کسان رسنيو ته هم وښودل.

دغه راز د يادرياست چاواکو يادونه وکړه،چې له دې کسانو سره يې يومقناطيسى ماين،پنځه عدده کپسول،يو ميل بې اوازه تومانچه،يو ريموټ کنټرول او يوه اندازه کپسول ثانيه سوز  هم نيولي دي.

اخوا د ننګرهار ولايت د مطبوعاتو له دفتر په خپره شوې خبره پاڼه کې ويل شوي،چې نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او نورې څيړنې ترې روانې دي.

په خبرپاڼه کې يادونه شوي، چې د دې کسانو په نيولو سره په جلال اباد کې د يوې سترې پېښې د ترسره کېدو مخه ونيول شوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.