فراه(پژواک،١٤غويى۹۴): د فراه د مرکز او بالابلوک ولسوالۍ په جګړه کې اردو، طالبانو او مُلکي کسانو ته تلفات اوښتي؛ او طالبانو له ۳۰۳ موټر څخه دوه مسافر تښولي دي.
د فراه والي محمد اصف ننګ نن مايګرپژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار ۵ بجې زيات شمېر طالبانو د فراه د مرکز شمالګا، سور او شوراب کنسک، او دهک او د بالابلوک ولسوالۍ پر ګراني، ګنج اباد او شيوان سيمو بريدونه وکړل.
ده زياته کړه، چې جګړه سخته روانه وه ،خو د امنيتي ځواکونو په ځانګړي توګه بيا د اردو په واسطه طالبان د مازيګر پر ۴ بجو په شا وتمبول شول او جګړه ختمه شوه.
ننګ وايي، چې په دې جګړه کې د ملي اردو د اووم کنډک قوماندان سلطان محمد او د اردو يو عسکر وژل شوي.
دفراه والي وويل، چې د جګړې پر مهال د شوراب په کلي کې پر يو کور د طالبانو له خوا توغندى ولګېد ،چې په ترڅ کې يې يو ماشوم هلک وژل شوى.
دده په خبره، په دې جګړه کې کم تر کمه ۹ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
ننګ زياته کړه، چې نن سهار وختي د دې جګړه تر پيلېدو مخکې طالبانو د سور په سيمه کې د فراه -فراه رود پر لويې لارې د سپرلۍ له ۳۰۳ موټر څخه دوه تنه مُلکي کسان هم تښتولي دي.
د فراه والي وايي هڅه روانه ده چې تښتول شوي کسان خوشې شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن