ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې مرسته نه ده کړې”

“پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې مرسته نه ده کړې”

author avatar
4 May 2015 - 18:24
“پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې مرسته نه ده کړې”
author avatar
4 May 2015 - 18:24

کابل ( پژواک،١٤ غويى ٩٤): امنيتي چارواکي وايي له امنيتي ځواکونو سره مالي مرستې کمې شوي او وسله والو طالبانو يواځې هلمند کې د نشه يي توکو او کانونو له لارې تېر کال ١٧٠ ميليون ډالر تر لاسه کړي دي.

دا څرګندونې د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجى ظاهر قدير نن وروسته له هغه وکړې چې لوړپوړو امنيتي چارواکو د تړلو دروازو تر شا له ولسي جرګې سره شاوخوا پنځه ساعته خبرې وکړې.

ولسي جرګې د ملي امنيت شورا سلاکار محمدحنيف اتمر، د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل، د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي او د ملي دفاع وزارت سرپرست عنايت الله نظري نن ورغوښتي وو تر څو په هېواد کې د وروستيو ناامنيو په اړه معلومات ورکړي.

 د نننۍ ناستې په پيل کې  د جرګې يو شمېر غړيو ويل چې له امريکا سره د افغانستان امنيتي تړون نه دى عملي شوى او ياد چارواکي بايد جرګې ته په دې اړه هم معلومات ورکړي.

خو تر دې څرګندونو وروسته غونډه سري شوه.  په ملي شورا کې شاوخوا ٦٠ خبريالانو پنځه ساعته انتظار وکړ ترڅو د غونډې په پاى کې له يادو امنيتي چارواکو سره خبرې وکړي، خو چارواکي له بلې دروازې د شورا له انګړ څخه ووتل او له خبريالانو سره يې خبرې ونه کړې.

خو حاجي ظاهر قدير خبريالانو ته وويل چې امنيتي چارواکو د ولسي جرګې غړيو ته وويل چې پاکستان له افغانستان سره د امنيت په ټينګښت او د سولې په راوستو کې تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده کړې .

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نوي حکومت په جوړېدو سره لوړپوړو پاکستانيو چارواکو افغانستان ته سفرونه وکړل، ولسمشر غني هم د سولې د هڅو په دوام پاکستان ته ولاړ .

تر دې سفرونو وروسته د دواړو هېوادونو چارواکي د دوه اړخيزه اړيکو ښه کېدو ته هيله من ښکارېدل او له ځينې افغانانو سره  هم په افغانستان کې د سولې ټينګښت هيلې پيدا شوې وې.

ظاهر قدير د جزيياتو له ورکولو پرته  وويل : "د امنيت په برخه کې د امنيتي چارواکو ځوابونه د جرګې د معاون په توګه زما قناعت حاصل نه کړ. "

ده د ملي امنيت د رييس له قوله وويل چې په افغانستان کې نا امني ځکه ډيره شوې چې افغانستان هوايي ځواک نه لري او له امنيتي ځواکونو سره مالي مرستې کمې شوې دي.

هغه زياته کړه : "د ملي امنيت رييس دا هم وويل چې په تېر يوه کال کې وسله والو طالبانو يواځې د هلمند ولايت له نشه يي توکو او کانونو څخه ١٧٠ ميليون امريکايي ډالر  ترلاسه کړي دي. "

په ياده جرګه کې د بلخ استازي مولوي عبدالرحمن رحماني هم وايي چې د امنيت ستونزو او امنيتي تړون په برخه کې د امنيتي چارواکو ځوابونه د قناعت وړ نه و .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.