مهترلام (پژواک، ١٥ غويى ٩٤): د لغمان د ولايتي شورا د دوو وکيلانو ترمنځ نښته کې درى کسان وژل شوي او پنځه نورټپيان دي.
د واحد الله په نو يوه عيني شاهد د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د مهترلام ښار د عصمت په څلور لاري کې ناڅاپه ډزې وشوې.
هغه زياته کړه چې دا ډزې د ولايتي شورا د مرستيال انجنير اجمل وفا او يوسف ملنګزي د ساتونکو او پلويانو ترمنځ شوې دي.
دى وايي چې په ډزو کې له دواړو لورو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د خلکو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې روغتون ته درى مړي او پنځه ټپيان راوړل شوي دي.
د هغه په وينا، د ټپيانو روغتايي حالت د اندېښنې وړ دي او ځيني تر عملياتو لاندې دي.
د لغمان د سرپرست والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې په مهترلام کې د دوو ډلو تر منځ نښته شوې، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن