هرات، فيروزکوه (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): د هرات د اقتصاد رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې به د روان کال په ترڅ کې د ٥٩ ودانيزو پروژو د پلي کولو لپاره تر سل ميليونه ډېر ډالر ولګوي.
د دغه رياست د سرپرست عبدالناصر اسودي په وينا، په دغو پروژو کې به د ښار دننه او ښاري حلقوي واټونو اسفالت، له مرکز سره د ولسواليو نښلول، په ولسواليو کې د برېښنا د نښلولو سيستم، هوايي ډګر او نور يو شمېر پروګرامونه شامل دي.
اسودي وويل چې د يادو پروژو د پلي کولو بوديجه د حکومت له لوري تصويب شوې او ټاکل شوې چې د دغه ولايت ١٨ سيمه ييزې ادارې په دغو پروژو باندې په ګډه سره کار وکړي.
سرچينې د خبرو په دوام کې وويل: "د ملي پراختيايي بوديجې پر بنسټ، هرات ولايت کې ٥٩ پروژې تثبيت، يعنې د دغه ولايت له پراختيايي بوديجې څخه د دغو پروژو لپاره له ١٠٠ ميليونه څخه زيات ډالر په پام کې نيول شوي دي."
د هغه په وينا، ټاکل شوې چې ٢٢ نورې پروژې هم د ايټاليا هېواد په مرستو په دغه ولايت کې ترسره شي.
ورته مهال د هرات يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ودانيزو پروژو د ترسره کولو لپاره د ١٠٠ ميليونه ډالرو بوديجې له ځانګړي کولو هرکلى کړى او د دغه ولايت له چارواکو يې غوښتي چې د پروژو د پلي کولو پر مهال د خلکو ستونزې په پام کې ونيسي او مهمو پروژو ته لومړيتوب ورکړي.
د هرات ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي غلام سخي وويل، هغه پروژې چې له دې وړاندې د دغه ولايت د ادارو له لوري پلې شوې، نه يواځې دا چې ګټورې نه دي، بلکې په ځينو مواردو کې لګښتونه بې ځايه شوي دي.
هغه زياته کړه: "که چېرې دغه پيسې هم په دا ډول پروژو ولګول شي، له شک پرته دغه مرستې به هم بې ځايه ولګول شي."
د هرات ښار د پايان اب يوه اوسېدونکي عتيق الله پژواک ته وويل: "دغه سيمه د هرات له لرې پرتو او غريبو سيمو څخه ده چې تر اوسه پورې ډېر کم پام ورته شوى دى."
نوموړي د هرات له سيمه ييزو چارواکو وغوښتل، څو دغه پروژې تر ډېره په دې ډول سيمو کې پلې کړي، ځکه د يادو سيمو خلک د ژوند له ټولو نعمتونو بې برخې دي او اسانتياوو ته ډېر کم لاسرسى لري.
هغه د پخو واټونو نه شتون، د ښاري ماسټر پلان نه پلي کول، د کاناليزاسيون نه شتون، د پارکونو او شنو سيمو نه شتون له هغو مواردو وبلل چې د دې سيمې اوسېدونکي ترې محروم دي.
ورته مهال د هرات د ولايتي شورا چارواکي، په تېرو کلونو کې د پروژو پر پلي کولو باندې د نيوکې ترڅنګ وايي چې د روان کال په ترڅ کې به ټولې پروژې د دوى تر څار لاندې ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن