کابل (پژواک، ۱٦ غويى ۹۴): د چين حکومت وايي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.
چين دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د روانې اوونۍ په پيل کې د قطر په الخور ښار کې د پګواش په نوم د يوې کاناډايۍ څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې دوه ورځنى کنفرانس جوړ شوى و.
په دغه کانفرانس کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ له افغانستان څخه ٢٠ کسيز پلاوى او د حزب اسلامي استازو هم ګډون کړى و.
د افغان پلاوي په ترکيب کې د ملي شورا، سولې شورا، سياسي ګوندونو او مدني ټولنې غړي شامل وو.
د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې د قطر د غونډې په اړه ويلي چې د زور او ځواک کارول د ستونزو په حل کې مرسته نه شي کولای .
سرچينې زياته کړې چې د شخړو د حل لپاره يواځېنۍ لاره خبرې اترې دي او په همدې سره اختلافات له منځه تللى شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د سولې خبرې به په نږدې راتلونکي کې پراخې شي او هر اړخيزو خبرو اترو ته به لاره هواره کړي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې چين د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل مهم رول لوبولولو ته چمتووالى ښودلى او تېر کال د طالبانو پلاوي دوه ځلې چين ته سفرونه هم کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن