ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وسله والو پر يوه لوبغالي بريد کې دوه تنه وژلي او ٣٠ تنه له ځان سره بېولي”

“وسله والو پر يوه لوبغالي بريد کې دوه تنه وژلي او ٣٠ تنه له ځان سره بېولي”

author avatar
7 May 2015 - 19:19
“وسله والو پر يوه لوبغالي بريد کې دوه تنه وژلي او ٣٠ تنه له ځان سره بېولي”
author avatar
7 May 2015 - 19:19

دويم تعقيب - ګردېز (پژواک ١٧ غويى ٩٤): د پکتيا چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو پر يوه لوبغالي بريد کړى، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي، شپږ ټپيان دي او لسګونه نور يې له ځان سره بېولي دي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ د شګې په سيمه کې، نن مازيګر شاوخوا څلورنيمې بجې وسله والو طالبانو د لوبو پر يوه ميدان ډزې کړې دي.

د نوموړي په خبره، په دې بريد کې د يوه ملي پوليس په ګډون چې ملکي جامې يې پر تن وې، دوه تنه وژل شوي دي.

ده زياته کړه، دغه راز په لوبغالي کې موجود درې ماشومان او د هوايي ډزو له امله درې ښځې هم ټپيانې شوې دي.

د هغه په وينا، ويل کېږي چې طالبانو له يادې سيمې څخه دوه تنه له ځان سره بېولي هم دي.

سهي وايي، پوليس او د سيمې خلک راوتلي او په ګډه د يادو ډزو کوونکو د نيولو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړى تاج محمد منګل بيا وايي، چې وسله والو د واليبال له لوبغالي څخه ٣٠ کسان له ځان سره وړي هم دي.

ده پژواک ته وويل، د سيمې امنيتي ځواکونه او عام خلک د غرونو سرونو ته ختلي او د دې کسانو د خلاصون په موخه يې جګړه پيل کړې، چې لاتراوسه (د ماښام اووه نيمې بجې) روانه ده.

د نوموړي په خبره، ياد لوبغالى د ځاځي اريوب ولسوالۍ ودانۍ په يو کيلومترۍ کې موقعيت لري.

وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

دا پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې د پکتيا ولايتي شورا او د مدني ټولنې غړو، نن په يوه ناسته کې په دې ولايت کې په  وروستيو کې د ناامنيو د پېښو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې وه.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.