د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په غزني کې ۳۰ وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني کې ۳۰ وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 07, 2015 - 19:50

غزني ښار (پژواک ۱۷ غويى ۹۴) د غزني چارواکي وايي، د دې ولايت په اب بند ولسوالۍ کې د نښتې په ترڅ کې څلور پوليس وژل شوي، شپږ ټپيان دي او ۸ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو د اب بند ولسوالۍ د ړنده خېلو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى، چې په ترڅ کې يې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، په دې نښته کې ۸ وسله وال هم وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، نښتې ۶ ساعته دوام وکړ، چې وروسته سيمې ته نور امنيتي ځواکونه رسېدلي او جګړه پاى ته رسېدلې ده.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل، چې نښته نن غرمه ۱۱ بجې پيل شوه او تر ناوخته پورې يې دوام درلود.

نوموړى وايي: ((په پوسته باندې اور بلېده، سيمې ته نور امنيتي ځواکونه ناوخته راغلل، زيات پوليس وژل شوي دي.))

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ړنده خېلو پوسته يې نيولې او په کې پنځه سيمه ييز پوليس يې وژلي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

دى زياتوي، په دې نښته کې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

له بلې خوا د غزني په اجرستان او ګيرو ولسواليو کې هم د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي، خو د والي وياند وايي، چې په دې نښتو کې تراوسه تلفات نه دي اوښتي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د غزني له امنيه قوماندان او امنيت امر سره خبرې وکړي، خو ځواب يې ترلاسه نه شو.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement