د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په پکتيکا کې د ځمکې پر سر شخړه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پکتيکا کې د ځمکې پر سر شخړه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 07, 2015 - 20:33

ښرنه (پژواک ١٧ غويى ٩٤): د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په سرحدي سيمه لواړه کې د مداخېلو او پيپليو د قبيلو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځ ته شوې او ١٥ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا ولايت د والي وياند نبي الله پيرخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نوموړو دواړو قبيلو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه له تېرو ١٤ مياشتو څخه روانه وه او تېره ورځ په کې د وسلوالې نښتې په پايله کې د دواړو قبيلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده زياته کړه، دواړه قبيلې د پاکستان او افغانستان پر پوله يوه او بله خوا پرتې دي.

په وينا، د مداخېلو قبيله د پولې هغه خوا په پاکستان خاوره کې او د پيپالي قبيله د پولې دېخوا د افغانستان په خاوره کې مېشته ده.

دى وايي، په دې وسله واله نښته کې د مداخېلو له قبيلې څخه ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د پيپليو له قبيلې څخه يو تن وژل شوى دى.

وياند وويل، چې د مداخېلو د قبيلې د وژل شويو او ټپيانو کره شمېر لا نه دى معلوم.

د معلوماتو له مخې،  د پيپليو د قبيلې له لوري د مداخېلو قبيله پر شا تنبول شوى او ځمکه پيپليو قوم تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

ځمکې او طبيعي ځنګلونه په پکتيکا کې هغه څه دي، چې د پکتيکا مېشتو قبيلو ورباندې ډېرى ځل شخړې او لانجې کړي، چې تر مرګ ژوبلې هم رسېدلې دي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement