د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتیکا چارواکو د ۲۱ وسلوالو دوژلو دعوه وکړه

د پکتیکا چارواکو د ۲۱ وسلوالو دوژلو دعوه وکړه

May 08, 2015 - 20:50

ښرنه (پژواک، ۱۸ غویی ۹۴) : د پکتيکا ولايت چارواکي وايې، چې په ګومل او اومنه ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالوطالبانو ترمنځ په مخامخ نښتو کې ۴۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا د والي وياند پيرخيل د غویي په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تیره ورځ په ګومل ولسوالۍ کې د یوې نښتې په ترڅ کې ۱۳ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دې.

پير خيل وايې چې په دې بريد کې يو سرحدي پوليس وژل شوی  او يو بل ژوبل شوی.

نوموړی زياتوي چې وسلوالو طالبانو تيره ورځ د اومنې ولسوالۍ په شرف الدين کلی کې پر سيمه یيزو پوليسو بريد کړی، چې په پايله کې يې ۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوې دې .

هغه زياتوي چې په دې نښته کې له وسلوالو طالبانو څخه يو شمير سپکې او درنې وسلې هم د افغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلی دې.

پيرخيل وايې چې په اومنه ولسوالۍ کې دوسلوالو طالبانو دری جسدونه هم دجګړي په ډګر کې پاتې دې. هغه په دې نښته کې پير خيل ديو سميز پوليس دوژکيدو خبر هم ورکوي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د یادو پيښو په اړه څه نه دي ويلي.

خو دوی په برمل ولسوالۍ کې امنيتي سر تيرو ته دمرګ ژوبلي خبر ورکړی.

ددې ډلی وياند زبيح الله مجاهد په ليږل شوې پيغام کې ويلې چې تيره شپه يې دبرمل ولسوالۍ په بندر سيمه کې په پوليسو بريد کړی، چې په پايله کې يې ۹ پوليس وژل شوي، او ۵ نور ټپيان شوي دې.

هغه په دې نښته کې ديووسلوال طالب دوژل کيدو خبر هم ورکړی.

دپکتيکا دوالی وياند دا خبر ردوي، او وايې چې په ياده سيمه کې هيڅ نښته نه ده را منځته شوي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement