د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيکا والي له دندې ګوښه کړاى شو

د پکتيکا والي له دندې ګوښه کړاى شو

May 09, 2015 - 18:13

کابل ( پژواک، ١٩ غويى ٩٤ ) : د پکتيکا والي عبدالکريم متين د ملي امنيت شورا تر پرېکړې وروسته له دندې ګوښه شوى دى.

نوموړي څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې د افغانستان د ملي امنيت شورا له خوا په پکتيکا ولايت کې د داعش وسله والو پر کورنيو پيسې وېشل شوې دي.

خو د ملي امنيت شورا يادې څرګندونې رد  او زياته کړې يې ده چې په  تېر حکومت کې دغه ولايت ته راغليو وزيرستاني کډوالو سره د دوه نيم سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې شوې دي.

پژواک اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي وو، چې يادې پيسې د بېلا بېلو پلاوو په شتون کې پر کډوالو کورنيو وېشل شوې دي.

که څه هم له يادو څرګندونو وروسته د پکتيکا والي په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه، چې څرګندونې يې ناسمې خپرې شوې دي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند اجمل عابدي د غويي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې  د افغانستان د ملي امنيت شورا د پکتيکا د والي تر څرګندونو وروسته د کورنيو چارو وزير په مشرۍ يو کمېسيون ته دنده وسپارله، چې دا موضوع وڅېړي.

هغه زياته کړه، چې په دې کمېسيون کې يو شمېر نور وزيران، د مشرانو جرګې او ولسي جرګې وکيلان، سرپرست لوى څارنوال او د ملي امنيت رييس شامل وو.

دى وايي، ياد کمېسيون د خپلو څېړنو پر مهال داسې کوم شواهد او مدراک ترلاسه نه کړل، چې د پکتيکا د والي عبدالکريم متين څرګندونې ثابتې کړي.

عابدي وويل، د ملي امنيت شورا په خپلې وروستۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د پکتيکا والي د خپلو نا مسوولو څرګندونو له امله بايد له خپلې دندې څخه لرې شي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement