د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګې د مالياتي چارو ادارې د قانون طرحه تاييد کړه

ولسي جرګې د مالياتي چارو ادارې د قانون طرحه تاييد کړه

May 09, 2015 - 15:07

کابل (پژواک، ١٩ غويى ٩٤): ولسي جرګې د مالي چارو ادارې د قانون طرحه چې تېر کال جرګې ته استول شوې وه، د رايو په اکثريت تصويب کړه.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې او د مالي او بوديجوي کمېسيون غړې شينکۍ کړوخېل چې د مالياتي چارو ادارې د قانون طرحه يې عمومي غونډې ته وړاندې کړه، وويل چې د دې طرحې مسوده د ١٣٩٣لمريز کال د وري په ٢٦مه جرګې ته استول شوې او کمېسيون يې د جرګې له نورو کمېسيونونو سره په لسو ګډو ناستو کې و ارزوله.

هغې زياته کړه چې د دې طرحې موخه د ماليه ورکوونکو د حقونو د ماليې تنظم او ټولونه ده.

په ولسي جرګه کې د دايکنډي د خلکو استازي او د مالي او بوديجې کمېسيون غړي صادقي نيلي زاده عمومي غونډې ته وويل چې دا قانون په ١٣ څپرکو او ٦٥ مادو کې له کوم مخالف نظر پرته چمتو او تاييد شوى دى.

هغه زياته کړه: ((دا قانون د مالي مديريت د بڼې ضمانت کوي.))

نيلي زاده زياته کړه چې پخوا هم د مالياتو د ټولولو لپاره قوانين وو، خو له دې وروسته به د دغه قانون پر بنسټ د مالياتو د مديريت ډول، د مشرانو جرګې له تاييد او ولسمشر له توشېح وروسته ترسره شي.

سرچينې زياته کړه چې هره  هغه ماليه چې د حکومت لپاره د ماليه ورکوونکو له خوا تاديه شي، د مديريت ډول يې د دغه قانون له خوا تضمينېږي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د مالي او بوديجوي کمېسيون د معلوماتو له وړاندې کولو وروسته له حاضرو غړو چې شمېر يې ١٢٥ تنو ته رسېده، غوښتنه وکړه چې د تاييد لپاره شين او د  رد لپاره سور کار اوچت کړي چې په پايله کې دا قانون د حاضرو غړو په اکثريت تاييد شو.

د کمېسيون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د دغه قانون مسوده د مشرانو جرګې د تاييد لپاره واستول شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement