د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګې د افغانستان او ترکيې تر منځ د همکاريو تړون تاييد کړ

ولسي جرګې د افغانستان او ترکيې تر منځ د همکاريو تړون تاييد کړ

May 11, 2015 - 17:26

کابل( پژواک،٢١غويى ٩٤) : ولسي جرګې د بهرنيو وګړو د سفر د قانون طرحه تصويب او د افغانستان او ترکيې ترمنځ يې دستراتېژيکو همکاريو  او دوستۍ تړون تاييد کړ.

همداراز په نننۍ ناسته کې د عدليې وزير د نباتاتو د ساتنې او قرنطين د قانون طرحه ،دې جرګې ته وړاندې کړه.

د نړيوالو چارو دکمېسيون غړي عبدالقيوم سجادي  ،د افغانستان او ترکيې ترمنځ د ستراتېژيکو همکاريو او دوستۍ تړون متن ولسي جرګې ته وړاندې کړ او ويې ويل،چې دا تړون د تېرکال تلي په مياشت کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له لوري په کابل کې لاسليک شوى دى.

 دهغه په وينا، د امنيت په راوستلو کې د دوستۍ او همکارۍ ټينګښت، ټولنيز او اقتصادي پراختيا ،چاپريال ساتنې، ورزش، سوداګرۍ، کرنې او مالدارۍ،صنعت او ترانسپورټ، دکليو پراختيا،پوهنه او ساينسي مسايلو، د داوړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ ورزش ؛ددې تړون له موادو څخه دي.

 هغه همداراز زياته کړه،چې د افغان امنيتي ځواکونو په ادارو او روزنه کې ظرفيت جوړونه ددې تړون يوه بله برخه ده.

سجادي زياته کړه، دا تړون چې مقدمه او ١٧مادې لري ،په پښتو ، دري ، انګليسي او ترکي ژبو  برابر شوى دى.

 په پاى کې د ولسي جرګې ټولو ١٣٦ غړيو ددې تړون د تصديق لپاره د تاييد رايه ورکړه.

همدا ډول،سجادي د بهرنيو وګړو د سفر قانون طرحه  چې په اتو فصلونو او ٧٢ مادو کې جوړه  او تېرکال ولسي جرګې ته استول شوې ده ، مجلس ته وړاندې کړه.

 د هغه په وينا، په افغانستان کې د بهرنيو وګړو د ميشت کېدو د تنظيم د مسايلو په څېر، د سفر شرايط او له بهرنيو سره چلند، د قانون په دې طرحه کې شامل دي.

همداراز نوموړي وويل،چې ددې طرحې د ١٧مې مادې له مخې، هر افغان چې دوه تابعيتونه لري او د دويم پاسپورټ د زېږېدنې په ځاى کې يې د افغانستان نوم ليکل شوى وي، افغانستان ته د ننوتلو پرمهال ويزې ته اړتيا نه لري.

په پاى کې  ددې جرګې له ١٣٦ تنو څخه ١٣٤ کسانو ددې طرحې تصويب ته د تاييد رايه ورکړه.

همداشان د عدليې وزيرعبدالبصير انور، د نباتاتو د ساتنې او قرنطين د قانون طرحه د تصويب لپاره ولسي جرګې ته واستوله.

 هغه وويل،چې د نباتاتو دساتنې قانون شتون لري، خو اړتياوې نشي پوره کولى، ځکه افغانستان د نړۍ له سوداګريز سازمان سره يوځاى شوى او دا طرحه د کرنې وزارت او د وخت اړتياوو له غوښتنې سره سم  د نړيوال سوداګريز سازمان اصولو ته په پام سره ، په ٧ فصلونو او ٤١ مادو کې تيار شوى دى.

 د هغه په وينا، دا طرحه د نباتاتو د ښوالي ، چاپېريال ساتنې، د نباتاتو د قرنطين د خدمتونو، له نباتي افتونو څخه مخنيوى، د کرنې د اړينو تجهيزاتو برابرول، د ښه  ژوند دوام او د نړيوالو ميثاقونو په پام کې نيولو سره تياره شوې ده.

انور د ولسي جرګې له غړوو څخه وغوښتل ،څو ددې قانون طرحه ډېر ژر تصويب کړي.

نوموړي وويل،چې ددې طرحې په نهايي کېدو سره حقيقي او حکمي کسان کولاى شي ، د نباتاتو د توليد او صادراتو په برخه کې له اړوندو ادارو نه د جواز په تر لاسه کولوفعاليت وکړي.

 دا په داسې حال کې ده،چې دچاپېريال ساتنې ملي ادارې د ليک له مخې ،چې د ماليې وزارت ګمرک رياست ته استول شوى، د دارويي بوټو د صادراتو مخه نيول شوې ده او ددې قانون په تنفيذ سره به داستونزه هواره شي،ځکه د چاپېريال ساتنې د ملې ادارې په وينا، دا کار يې په غيرفني ډول د نباتاتو د راغونډولو او چاپېريال ساتنې لپاره ترسره  کړى دى.

 د هېواد د اساسي قانون له مخې، قانون هغه مصوبه ده چې د ولسي جرګې له لوري تصويب د مشرانوجرګې له لوري تاييد او د ولسمشر له لوري لاسليک کېږي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement