د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"که جدي هڅې ونه شي د بادغيس نورې ولسوالۍ به هم د دولت له واکه ووځي"

"که جدي هڅې ونه شي د بادغيس نورې ولسوالۍ به هم د دولت له واکه ووځي"

May 11, 2015 - 15:29

 کابل(پژواک، ٢١ غويى ٩٤): د بادغيس ځينې اوسېدونکو او  په ملي شورا کې ددې ولايت استازو په کابل کې د يوه لاريون په ترڅ کې په بادغيس کې د امنيت د راوستلو، د والي او امنيه قوماندان د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د بادغيس جوند ولسوالۍ د تېرې يکشنبې په ورځ د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغله. راپورونه وايي چې امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ د مرکز لوېديځ لور ته په شا شوي دي.

 تېره ورځ هم داسې راپورونه وو چې امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ په لوېديځ کې د وسله والو مخالفينو تر کلابندۍ لاندې دي، خو امنيتي چارواکي وايي چې د جوند د مرکز د نيولو لپاره استول شوي او تر کلابندۍ لاندې ځواکونه هم ورسره يو ځاى شوي دي.

 د بادغيس په لسګونو اوسېدونکو، وکيلانو او مدني فعالانو نن له غرمې وروسته د کابل پښتونستان څلور لارې کې د ارګ پر وړاندې لاريون وکړ او په بادغيس کې يې د امنيت راوستلو تر څنګ د امنيه قوماندان او والي د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

په ولسي جرګه کې د بادغيس ولايت استازي او د لاريون ګډونوال عبدالرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جوند ولسوالي د وسله والو طالبانو  په واک کې ده  او د مقر، اب کمري او بالامرغاب ولسواليو امنيتي وضعيت هم خراب شوى دى.

هغه د جوند ولسوالۍ له لاسه وتلو ته په اشارې سره وويل:((زما په اند معامله شوې، د جوند په سقوط کې ولسوال او امنيه قوماندان لاس لري، دوى خپله طالبان دي.))

 هغه زياته کړه :(( موږ امنيت غواړو، بدلونونه غواړو، غواړو چې د بادغيس امنيه قوماندان او والي ګوښه شي.))

 مدني فعال او د لاريون ګډونوال عبدالبصيرعثماني هم په بادغيس کې د نا امنيو له زياتوالي شکايت وکړ او له حکومت يې وغوښتل چې په دې ولايت کې د نا امنيو مخه ونيسي. هغه هم غوښتنه وکړه چې د بادغيس والي او امنيه قوماندان دې له دندو ګوښه کړاى شي.

 په ولسي جرګه کې د بادغيس بلې استازې صفيې ايماق هم ددې ولايت امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه:((پخوا مو د کورنيو چارو وزارت او امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړى و چې  طالبان  د جوند ولسوالۍ په ګل چين او خيرخانه کلي کې راغونډ شوي، خو هېچا هم د هغوى غږ وانه ورېده.))

هغه وويل چې اوسمهال څه باندې ٥٠٠ د دولت مخالف وسله وال په دې ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شوي او که چېرته اړينه پاملرنه ونه شي، ددې ولايت مرکز به هم ونيسي.

 د بادغيس له چارواکو سره اړيکه ونه نيول شوه، خو په لوېديځ زون کې د ٢٠٧ قول اردو قوماندان تورنجنرال تاج محمدجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو ځواکونه د هوا له لارې د جوند ولسوالۍ ته ننوتي او ددې ولسوالۍ په لاله باى سيمه کې يې قرار ګاه جوړه کړې ده.

 د هغه په خبره، په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له خوا کلابند شوي ځواکونه هم  د لاله باى سيمې ته نږدې له نوو ورغلو ځواکونو سره يو ځاى شوي دي.

نوموړى چې نن له غرمې وړاندې يې خبرې کولې، وويل چې اوسمهال هوا باراني ده او د الوت زمينه نه ده مساعده، خو د هوا له ښه کېدو سره به نورامنيتي ځواکونه هم د جوند د مرکز د بېرته نيولو لپاره واستول شي.

نوموړي وويل چې په دې ولسوالۍ کې د جګړو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه لري.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan