د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتیکا ښوونکو ته د ښارګوټي جوړولو کار پيل شو

د پکتیکا ښوونکو ته د ښارګوټي جوړولو کار پيل شو

May 15, 2015 - 15:52

خوست (پژواک، ٢٥ غويى ٩٤): د پکتیکا په مرکز ښرنه کې ښوونکو ته د معياري ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه او چارواکي وايي چې ښوونکو ته د نومرو په وېشلو سره به په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونکو د نه شتون ستونزه حل شي.

نن (د غويي ۲۵مه) د ياد ولایت په مرکز ښرنه کې د ولایت او پوهنې ریاست د چارواکو له لوري د ښوونکو د ښارګوتي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ولایت مرستیال والي عطالله فضلي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ښوونکو دغه ښارګوټی په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د مامورینو د ښارګوټي تر څنګ او ښار ته په نږدې فاصله کې جوړېږي چې د ښوونځیو، روغتونونو، کاناليزاسیون، جوماتونو او شنو ساحو تر څنګ به د ژوند ټولې اړینې اسانتیاوي ولري.

نوموړی وایې چې د ښارګوټي د ځمکې ټول قانوني مراحل بشپړ شوي او د یادو اسانتیاوو لګښت به له دولتي بودیجې ورکول کېږي.

د پکتیکا د پوهنې ریيس کوچي ځاځي پژواک ته وویل چې په یاد ښارګوټي کې به زرو ښوونکو ته د استوګنی نومرې ووېشل شي.

نوموړي زیاته کړه: ((په دې کار سره موږغواړو پکتیکا ته مسلکي ښوونکي را جذب کړو؛ ځکه چې اوس مهال په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونکو کمښت يوه لويه ستونزه او ننګونه ده.))

د پوهنې رییس وایي چې په یاد ښارګوټي کې به د پوهني ریاست له انکشافي بودیجې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې شي او یوازې کورونه به د ښوونکو پر خپل لګښت جوړ شي.

ځاځي وویل چې د پکتیکا مساحت او اراضي ډېر لویه ده، دوی به په راتلونکي کې په یو شمېر نورو سیمو ارګون زون کې هم د ښوونکو لپاره ښارګوټی جوړ کړي.

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې یوه استاد ظفر خان باوري وویل چې ښوونکو ته د دغه ښارګوټي په جوړولو سره به د ښوونکو ډېرې ستونزې هوارې شي او هغوی به په راتلونکي کې زده کوونکو ته لاښه ښوونه او روزنه ورکړي.

د الجهاد لېسې مدير احمد خان وويل چې د دغو نومرو په وېشلو سره به له يوې خوا ښوونکو ته د استوګنې زمينه برابره شي او له بل پلوه هغه ښوونکي چې له نورو ولايتونو دغه ولايت راځي، هغوی به هم زړه ښه کړي.

د یادونې ده، دا په پکتیکا کې لومړنی ښارګوټی ده چې د نړیوالو معیارونو برابر به د ښوونکو لپاره جوړ شي.

 

 

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement