د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر د پکتيکا له چارواکو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې

ولسمشر د پکتيکا له چارواکو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې

May 18, 2015 - 20:19

ښرنه (پژواک ٢٨ غويى ٩٤): ولسمشر اشرف غني د پکتيکا ولايت له چارواکو سره د پکتيکا ولايت په يو لړ موضوعاتو د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د پکتيکا ولايت د مرستيال والي عطاءلله فضلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ده په ګډون د پکتيکا سرپرست امنيه قومندان او د امنيت امر نثاراحمد عبدالرحيمزي، د ملي امنيت رييس او د ګډې همغږۍ مرستيال ډګروال نافع د دې ويډيويي کنفرانس له لارې، نن له ولسمشر اشرف غني او نورو امنيتي چارواکو سره  د دې ولايت په يو لړ مشخصو موضوعاتو خبرې وشوې.

ده زياته کړه، په دې ويډيويي کنفرانس کې د پکتيکا ولايت په عمومي امنيتي وضعيت، د ولايت يو شمېر پلانونه، د حکومت په وړاندې شته ننګونې او د ولايت لپاره يو شمېر وړانديزونه شامل وو.

دى وايي: ((د ننني کانفرانس ډېره برخه  د پکتيکا ولايت امنيت ته ځانګړې شوې وه او د امنيت په برخه کې دوى د جمهور رييس او نورو امنيتي چارواکو څخه له پاکستان سره د ۳۶۵ کيلومتره سرحد  په اوږدو کې د پرتو لارو د امنيت لپاره د تجهيزاتو او پرسونل زياتېدل او همدارنګه د وازيخوا، تروې او وړممۍ ولسواليو لپاره مو د محلي پوليسو غوښتنه هم وکړه.))

نوموړي د هغې  پوښتنې په ځواب کې چې د پکتيکا ولايت لپاره به امنيه قوماندان او والي څه وخت ټاکل کېږي؟ وويل: ((دا موضوع په پوره او مشخصه توګه د جمهور رييس او نورو چارواکو له خوا ياده نه شوه، خو ويل يې کار پرې روان دى او پکتيکا ته به امنيه قوماندان وټاکل شي، خو د والي په اړه يې څه ونه ويل.))

فضلي زياته کړه، چې د دوى په غوښتنو کې د شپږ ولسواليو لپاره د ښارواليو جوړول ، د ښاروالانو رسمي کېدل، د پکتيکا د پنځو غير رسمي ولسواليو رسمي کول، په ولسواليو کې  مامورينو ته د تشويقي معاشونو ورکول، د ګمرک لپاره د ځانګړو پوليسو جوړېدل او په ارګون ولسوالۍ کې د کابل بانک د څانګې د پرانيستلو غوښتنې شاملې وې.

د يادونې وړ دى، چې په دې وروستيو کې د والي او امنيه قومندان د نه شتون له امله په دې ولايت کې له يوې خوا امنيتي وضعيت ګډوډ شوى، له بل پلوه د خلکو ورځني کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement