د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

موسی کلا ولسوالۍ طالبانو کلابنده کړې ده

موسی کلا ولسوالۍ طالبانو کلابنده کړې ده

May 19, 2015 - 11:11

لښکرګاه (پژواک ۲۹، غويى ۹۴): د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ چارواکي او اوسېدونکي وايي چې سلګونو وسله والو طالبانو دغه ولسوالۍ کلابنده کړې او له خلکو يې غوښتي چې نورو سيمو ته ګډه وکړي.

د موسی کلا امنيه قوماندان دوهم څارن عيسی خان نن (د غويي ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې سهار وختي شاوخوا څلور سوه وسله وال طالبان د ولسوالۍ شاخوا سيمه کې ځاى پر ځاى شوي دي.

د هغه په وينا، طالبانو د سيمې له اوسېدونکو غوښتي چې خپل کورونه پرېږدي او له سيمې ووځي.

دوهم څارن عيسي خان وايي: "ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده؛ ځکه موږ امکانات نه لرو، ملي اردو هم زموږ په غوښتنه کار نه کوي، خو له مرکزه مو د مرستې ژمنه ترلاسه کړې، معلومه نه ده چې کله به را ورسېږي."

دغه راز د موسى کلا ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي جانان پژواک ته وويل: "ډېر خلک بوخت دي د خپلو دوکانونو او کورونو مالونه له سيمې باسي او طالبان په لوډ سپېکرونو پرې غږونه کوي او له خطره خلاصې لارې ته يې رهنمايي کوي."

د هغه په وينا، د يادې ولسوالۍ په دريو سيمو کې د ملي اردو پوستې دي خو وسله وال طالبان ترې را تېر شوي او اوس هغه پوستې هم له ګواښ سره مخ دي.

د موسى کلا ولسوالۍ يو بل قومي مشر حاجي دوست وايي چې دوه مياشتې وړاندې يې د موسى کلا ولسوالۍ د سقوط په اړه اړوند چارواکو ته خبر ورکړى و.

هغه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، که چېرې موسى کلا ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورشي، له هغو کسانو سره به هم بد چلند وکړي چې غړو يې په دولتي ارګانونو کې دندې لري.

دغه راز د موسى کلا ولسوال محمد شريف خان د يادو کسانو خبرې تاييد کړې خو د جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

دوه ورځې وړاندې محمدشريف خان له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې ويلي وو چې د دولت د نه پاملرنې له امله په دې ولسوالۍ کې وسله وال پياوړي شوي او د ولسوالۍ امنيت خراب شوى دى.

وسله والو طالبانو د موسى کلا ولسوالۍ د کلابند کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement