د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتيکا کې د کتاب اوونۍ ولمانځل شوه

پکتيکا کې د کتاب اوونۍ ولمانځل شوه

May 20, 2015 - 16:14

ښرنه (پژواک،٣٠ غويى٩٤): د لړمړي ځل لپاره په پکتيکا کې د کتابونو لوى نندراتون جوړ شو او ترڅنګ يې د کتاب اوونۍ هم ولمانځل شوه.

د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور رياست په تالار کې نن (د غويي ٣٠مه) د دغه ولايت د مدني ټولنو، ځوانانو، محصلينواو دولتي چارواکو له خوا د کتاب اوونۍ ولمانځل شوه.

دغه راز په ياد تالار کې د کتابونو يو لوى نندراتون هم پرانيستل شو چې تر يوې اوونۍ به پرانيستى وي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بشير محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې  دغه نندارتون د دغه رياست، مدني ټولنو او" لينکن" ښوونيز مرکز له خوا جوړ شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې په دې وروستيو کلونو کې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د کتاب لوستونکي زيات شوي دي.

د هغه په اند: "مطالعه د انسان د پرمختګ، ښوونې او روزني د لوړوالي، معلوماتو ته د لاسرسي، د فکري رغونې او دې ته ورته نورو اړخونو لپاره هم خورا ګټوره ده او له همدې لارې موږ کولاى شو دکتاب د مطالعې دود هم  ژوندى وساتو."

د هغه په وينا، د کتاب اوونۍ د لمانځنې په موخه ياد نندارتون هم پرانيستل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د غويي مياشتې وروستۍ اوونۍ په ټول هېواد کې د کتاب د اوونۍ په نوم نومول شوې ده.

د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی ياسين ګل چې د کتاب د اوونۍ په نندارتون کې يې ګډون کړی و، پژواک ته وويل چې کتاب د انسان د ژوند تر ټولو ښه ملګری دی چې په ملتيا يې انسان د پرمختګ پر لور ګام اخيستلای شي.

هغه زياته کړه: "په دغه ولايت کې په دې وروستيو څو کلونو کې لوستي کسان پيدا شوي دي  خو ټولنيزو رسنيو لکه  فيس بوک، ټويټر او ځينو نورو د کتاب د مطالعې مخه نيولې ده."

په پکتيکا کې د "لينکن" ښوونيز مرکز مشر سيدانور سعادت پژواک ته وويل چې د کتاب او کمپيوټر په برخو کې يې د پکتيکا اوسېدونکو ته خدمات برابر کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه مرکز د کمپيوتر له خدمتونو د مياشتې شاخوا درى زره کسان او له کتاب خونې څخه پنځه سوه تنه استفاده کوي.

په پکتيکا کې يو ښوونکی عبدالکريم ښرنوال پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو را په دېخوا يې د  "لينکن" ښونيز مرکز په کتاب خونې کې بېلابېل کتابونه مطالعه کړي دي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement