د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هلمند کې د شاتو مچۍ ښه پايله لري

په هلمند کې د شاتو مچۍ ښه پايله لري

May 24, 2015 - 16:31

  لښکرګاه(پژواک،۳غبرګولى۹۴): په هلمند کې د شاتو مچيو د فارمونو چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د شاتو مچيو ښې پايلې درلودې،نو ځکه يې د فارمونو د ډيروالي لپاره هڅې کوي.

د شاتو مچيو د ترويج او ډيروالي تر عنوان لاندې نن په هلمند کې يو ورځنى ورکشاپ جوړ شوى و.

په ياد شوي ورکشاپ کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د يوې بهرنۍ موسسې(Card-F) سيمه ييز  مشر بريالي هلمند وويل چې په تېرو دووکلونو کې ددې موسسې له خوا خلکو ته د شاتو مچيو ٧٥٠صندوقونه وېشل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو مچيو څخه فارم لرونکو په تېرو دوو کلونو کې څه د پاسه دوه زره کيلوګرامه شات پلورلي دي.

په هلمند کې اوسمهال يو کيلو شات په زر  افغانۍ  پلورل کيږي.

هغه زياته کړه : ((په لومړي ځل مو د شاتو مچۍ خلکو ته  له بازار څخه په ٨٥سلنه ارزانه بيه او دويم ځل مو په ٧٠ سلنه ارزانه بيه ورکړې دي.))

د هغه په وينا، دغه موسسه په پام کې لري چې په هلمند کې د شاتو مچيو د ډيروالي لپاره  نورو خلکو ته هم له بازار څخه مچۍ واخلي او په ارزانه بيه يې ورکړي.

د هغه په خبره، هلمند کې د شاتو مچيو محصولات يواځې په همدې ولايت کې پلورل کيږي.

په هلمند کې د شاتو مچيو د ټولنې مشر نعمت الله حسني وويل چې په دغه ولايت کې ډيرى بزګران بايد د ځمکو د کرنې ترڅنګ د شاتو مچيو فارمونه هم جوړ کړي.

هغه وايي چې په هلمند کې د شاتو مچيو د روزلو پروګرام دوه کاله وړاندې پيل شوى او که په دې برخه کې اړوندې ادارې هڅې وکړي، نو د شاتو مچيو فارمونه به ډير شي.

دغه راز په ياد شوي ورکشاپ کې د ناوې ولسوالۍ اړوند د  شاتو مچيو د يوه  فارم  څښتن  عبدالخالق وويل چې ديرش صندوقه د شاتو مچۍ لري.

نوموړى وايي چې د نوي کال له پيل راهيسي يې ترې ١٣٠ کيلوګرامه شات ترلاسه کړي او په بازار کې يې  پلورلي دي.

هغه زياته کړه : ((په اوله کې سم پرې نه پوهېدم يو څه مچۍ را نه مړې شوې خو اوس مسلکي شوى يم او د مچيو د مړه کېدو مخنيوى کوم.))

د شاتو مچيو د فارمونو د چارواکو د معلوماتو له مخې،هر کال درې يا څلور ځله د شاتو له مچيو څخه شات ترلاسه کوي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement