د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتيکا کې د وينې له بانک سره د وينې مرسته وشوه

پکتيکا کې د وينې له بانک سره د وينې مرسته وشوه

May 25, 2015 - 14:46

ښرنه (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٤): د پکتيکا ولايت د پوهنتون يو شمېر استادانو، کارکوونکو او زده کړيالانو د دغه ولايت د ويني بانک ته څه باندې دوه څلوېښت زره سي سي وينه ورکړه.

يادو کسانو نن د يوې غونډې په ترڅ کې د وينې بانک ته وينه ورکړه.

په ياده غونډه کې د پکتيکا د عامې روغتيا مشر ډاکټر ولي ګل وويل چې د دغه ولايت د پوهنتون شاوخوا ١٧٠ استادانو، کارکوونکو او زده کړيالانو د وينې بانک ته وينه ورکړه.

د هغه د معلوماتو له مخې، له هر کس نه ٢٥٠ سي سي وينه اخيستل شوې ده.

هغه له ويني ورکوونکو مننه وکړه او ويې ويل: "ستاسو د وينې برکت دى چې د لويو پېښو پر مهال موږ نه اړ کېږو، په پکتيکا کې د وينې ستونزه ډېره وه خو اوس د مدني ټولنو، ځوانانو او محصلينو د مرستې له امله دغه ستونزه هواره شوې ده.

دغه راز د پکتيکا پوهنتون د استادانو په استازيتوب فدامحمد محمدي وويل چې د پوهنتون له پرېکړې سره سم به د اړتيا پر مهال زده کوونکي د يو منظم پلان له مخې وينه ورکوي.

په ياده غونډه کې د پکتيکا مرستيال والي عطالله فضلي وويل سره له دې چې د وينې ورکړه روغتيا ته ګټه رسوي ورسره د اړو ناروغانو اړتياوې هم پرې پوره کېږي.

فضلي وويل: "وينه بايد د جنګ او جګړو ټپيانو، سرطاني ناروغانو او د زېږون په وخت کې ميندو ته ورکړل شي، نو اړينه ده چې موږ په داسې حالاتو کې د وينې بانکونه، داوطلب کسان او رضاکاره ټولنې ولرو تر څو د وينې په ورکړه کې مرسته وکړي."

د پکتيکا پوهنتون يوه زده کړيال شېرعالم وويل چې د وينې له ورکولو خوښ دى او له نورو ځوانانو هم غواړي چې د نورو د ژوند د ژغورنې لپاره وينه ورکړي.

د پکتيکا د عامې روغتيا رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د وينې د ورکړې لپاره شاوخوا ٦سوه نورو کسانو هم نوم ليکنه کړې چې د اړتيا پر مهال به وينه ترې واخيستل شي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement