د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په پکتيکا کې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پکتيکا کې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jun 01, 2015 - 17:17

ښرنه(پژواک،١١غبرګولى٩٤): د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٩ وسله وال طالبان او درې پوليس  وژل شوي او ٢١ طالبان  او دوه پوليس ټپيان دي.

 د پکتيکا مرستيال والي عطاءالله فضلي د غبرګولي په١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه افغان ځواکونو د دې ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي و.

هغه وايي چې دې عملياتو لس ورځې دوام وکړ او په پايله کې يې ١٩ وسله وال طالبان و وژل شول او ٢١ نور ټپيان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کې دوه تنه يې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندانان سيف الجهاد او عادل هم شامل دي.

دى وايي چې افغان امنيتي ځواکونو د يادو عملياتو پرمهال يو عراده موټر،څو موټرسايکلونه او ګڼ شمېر مهمات ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې درې  پوليس وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.

د ګومل ولسوالۍ يوه اوسېدونکي زمرک پژواک ته  وويل چې  د دوى په  ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري عمليات  تر سره شوي دي .

هغه  زياته کړه  چې په يادو عملياتو کې د طالبانو مشهور قوماندان سيف الجهاد هم وژل شوى ، چې ډيرى وخت به يې په دې ولسوالۍ کې نا امني جوړوله .

وسله والو طالبانو د يادو عملياتو په اړه څه نه دي  ويلي.

خو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دې ولايت په خير کوټ ولسوالۍ کې د يو کمين په ترڅ کې يې يوولس پوليس وژلي او ٧ تنه نور يي ټپيان کړي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د ياد کمين په ترڅ کې څلور طالبان هم وژل شوي خو طالبانو له افغان ځواکونو څخه يوه اندازه مهمات او وسلې هم ترلاسه کړي دي.

خو د پکتيکا مرستيال والي بيا وايي چې په خيرکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته نه ده شوې.

ګومل د پکتيکا له لرې پرتو ولسواليو څخه ده ، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement