د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار هوايي ډګر نړيوال باور خپلوي

کندهار هوايي ډګر نړيوال باور خپلوي

Jun 03, 2015 - 13:25

کندهار (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٤): د کندهار هوايي ډګر مسوولين وايي، له تېرو پنځو کلونو راهيسې د دغه ډګر پر رغونه او سمبالتيا تر ١٠٠ ميليونه ډېر ډالر لګېدلي چې له مخې يې په دغه هوايي ډګر کې اسانتياوې ډېرې شوې او ورځ تر بلې نړيوال باور ترلاسه کوي.

د کندهار هوايي ډګر رييس احمدالله فيضي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د الوتکو لپاره د پارکينګ، رن وې، ټکسي وې، سړکونو او ترمينل جوړول، د بايو ميتريک او سکېنر ماشينونو نصبول او نورې هغه پروژې دي چې په تېرو پنځو کلونو کې په کندهار هوايي ډګر کې پلې شوې دي.

هغه زياته کړه، د رغونې دا کارونه د امريکا د متحده ايالاتو د څه باندې ١٠٠ ميليونه ډالرو په لګښت ترسره شوي، خو د دې تر څنګ د کندهار ملي سوداګرو هم د هوايي ډګر د ښکلا په موخه سلګونه زره افغانۍ مرسته کړې او مسافرو ته يې اسانتياوې برابرې کړې دي.

نوموړي په دې وروستيو کې د کندهار هوايي ډګر د ترمينل د دروازې جوړولو د کار يادونه وکړه چې ٤ ميليونه ډالر پرې لګېدلي دي.

دى وايي، دغه دروازه چې د بېلابېلو ټاورونو او دريو (دخولي، خروجي او کارګو) سړکونو لرونکې ده، په داسې بڼه جوړه شوې چې د ماين او مرمۍ ضد ده.

د نوموړي په خبره، د ترمينل د دروازې له جوړېدو سره اوس د مسافرو هغه ستونزې ختمې شوې، چې مخکې يې د موټرو د تم ځاى او انتظار ځاى په برخه کې لرلې.

فيضي وايي، هر کال د هوايي ډګر د پرمختيا لپاره نوي پلانونه جوړوي او د هغو ستونزو پر حل جدي کار کوي چې د دغه هوايي ډګر د معيار او سټنډرډ پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.

ده وويل، په هوايي ډګر کې د شوو پرمختګونو له امله نه يوازې د هغوى عوايد لوړ شوي، بلکې ورځ تر بلې د نړيوالتوب معيارونو ته نژدې کېږي.

هغه زياته کړه، په ٢٠١٣ زېږديز کال کې د کندهار هوايي ډګر ټول عوايد ١ ميليون او ١٣٣ زره امريکايي ډالر او د تېر ٢٠١٤ زېږديز کال عوايد ١ ميليون او ٤٠٠ زره ډالر وو چې ١٩ سلنه زياتوالى په کې راغلى دى.

نوموړي که څه هم د روان ٢٠١٥ زېږديز کال د تېرو پنځو مياشتو د عوايدو په اړه معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل سره له دې چې د ولسمشرۍ وروستيو ټاکنو او کړکېچ د کندهار هوايي ډګر چارې هم اغېزمنې کړې وې، خو سږ کال به يې عوايد زيات وي.

هغه دا هم وويل ټاکل شوې ده په نژدې راتلونکي کې د دغه هوايي ډګر ټولې چارې له بهرنيو ځواکونو د هېواد د هوايي چلند ادارې ته وسپارل شي، خو له دې سربېره په دغه هوايي ډګر کې زيات کارونه افغان کارکوونکي پر مخ وړي.

د ده په وينا، تر هغه مهاله چې د دې هوايي ډګر واک افغان لوري سپارل کېږي، هغوى يو شمېر کارکوونکي د هوايي چارو اړوند د تخنيکي زده کړو لپاره هندوستان، سينګاپور، اردن او ځينو نورو هېوادونو ته لېږلي دي.

دى وايي، دا چې د هوايي ډګر د چارو سمبالتيا لوى بشري ځواک ته اړتيا لري، نو په همدې موخه يې سر له اوسه د مسلکي کارکوونکو، په ځانګړې توګه د ښځينه کارکوونکو شمېر ٤٠ تنو ته لوړ کړى په داسې حال کې چې پخوا دلته دوو مېرمنو کار کاوه.

فيضي زياتوي، بهرنيو ځواکونو ورسره ژمنه کړې چې د هوايي ډګر د چارو له سپارلو وروسته به هم نه يوازې له دغه هوايي ډګر سره خپلې مرستې روانې ساتي، بلکې خپل هغه تجهيزات او سامان الات به هم دوى ته سپاري چې اوسمهال يې په دې هوايي ډګر کې کاروي.

د ده په خبره، راتلونکى پلان يې دا دى چې کندهار هوايي ډګر د سيمې په کچه نړيوال ترانزيټي هوايي ډګر شي.

ده وويل، د کندهار هوايي ډګر ستراتيژيک موقعيت ته په کتو د يو شمېر هېوادونو الوتکې دغلته د دې لپاره ناستې کوي چې تېل واخلي چې دغه چاره د ياد هوايي ډګر ترانزيټي ارزښت نور هم زياتوي.

نوموړى وايي، د دې تر څنګ کندهار هوايي ډګر د هېواد د نورو هوايي ډګرونو په پرتله پراخ او لومړنى هوايي ډګر دى چې پر ځغاستليکه (رن وې) يې د نړۍ هر ډول الوتکې کښېناستلاى او الوتلاى شي.

د هغه په وينا، کندهار هوايي ډګر ته نژدې لوى غرونه نشته چې د کښنېناستو پر مهال الوتکه له ستونزو سره مخ کړي او دغه راز دلته زلزله هم نه کېږي چې د رن وې يا کرښې د خرابۍ سبب شي.

ده دغه راز وويل چې دغه هوايي ډګر د الوتکو د پارک کولو او درېدو لپاره اووه دېرش پارکينګ ګونه او تم ځايونه لري، چې کېداى شي په يوه ورځ کې د ٢٥٠ الوتکو د ناستې لپاره ورڅخه کار واخيستل شي.

هغه د هوايي ډګر شاوخوا امنيت هم خوندي وباله او ويې ويل کندهار هوايي ډګر د هېواد د ډېرو هوايي ډګرونو پر تله خوندي دى او له همدې امله له دغه ځايه د کورنيو الوتنو تر څنګ ايران، هند، دوبۍ او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو ته الوتنې کېږي.

 

فيضي خبر ورکړ چې په نژدې راتلونکې کې به د کندهار او ترکيې تر منځ هم د دغه هېواد يو هوايي شرکت (ترکيش ايرلاين) تګ راتګ پيل کړي، خو تر دې وړاندې به هغوى په کندهار کې خپله کونسلګري پرانيزي.

نوموړي دا هم وويل، د دې تر څنګ په پلان کې ده چې دلته د هېواد په کچه د الوتکو د ترميم يو لوى ورکشاپ هم جوړ شي چې د هر راز الوتکو د ترميم وړتيا به ولري او بيا به دې ته اړتيا نه وي، چې الوتکې د ترميم په موخه بهرنيو هېوادونو ته ولېږدول شي.

د هغه په خبره، ټاکل شوې ده د نړيوالو پروازونو په لړ کې ډي ايچ ايل نړيوال هوايي شرکت په کندهار کې په ملکي برخه کې هم خپل فعاليت پيل کړي، چې په دې توګه به سوداګر کولاى شي خپل سامان الات د نړۍ له هرې برخې څخه له ٣ تر ٥ ورځو پورې کندهار ته راوړي او له دې ځايه يې نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

خو دى وايي، د دې ټولو چارو تر څنګ به يې ډېر تمرکز پر دې وي چې نړيوال هوايي شرکتونه وهڅوي، تر څو کندهار نړيوال هوايي ډګر ته الوتنې وکړي، ځکه څومره چې نړيوالې الوتنې زياتېږي هومره د دغه هوايي ډګر نړيوال باور ډېرېږي.

کندهار هوايي ډګر شاوخوا شپېته کلونه وړاندې په ١٣٣٩ لمريز کال کې جوړ شوى، چې هغه مهال په سيمه کې يوازينى نړيوال هوايي ډګر ګڼل کېده.

کندهار هوايي ډګر په خپله نقشه کې ١٣ زره جريبه ځمکه لري چې يوه اندازه يې ايساف ځواکونو ته د يوه قانوني قرار داد له مخې ورکړل شوې او په يوه برخه کې يې د ملي دفاع وزارت اړوند د ٢٠٥ اتل قول اردو تاسيسات او د ځينو شرکتونو ودانۍ جوړې شوي دي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement