د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په سمنګانو کې سېلابونو زيانونه اړولي

په سمنګانو کې سېلابونو زيانونه اړولي

Jun 09, 2015 - 14:56

ايبک (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٤): د سمنګان په څلورو ولسواليو کې سېلابونو لسګونه کورونه نړولي او زيانمن کړي او يو کس يې وړى چې مړى يې په بلخ ولايت کې موندل شوى دى.

دغه سېلابونه تېره ورځ مازديګر مهال د دغه ولايت په دره صوف پايين، دره صوف بالا، خرم سارباغ او روى دواب ولسواليو کې راغلي او کرنيزې ځمکې يې هم زيانمنې کړې دي.

د دره صوف پايين ولسوال فخرالدين مبارز پژواک خبري اژانس ته وويل چې سېلاب د دې ولسوالۍ د لعل خېلو له کلي يو شپون چې رمه يې څروله، وړى او د هغه مړى د ګاونډي بلخ ولايت په کشندې ولسوالۍ کې موندل شوى دى.

دى وايي چې په دغه کلي کې سېلاب يو شمېر څاروي هم وړي او ځيني کورونه يې هم نړولي او زيانمن کړي چې په اړه به يې کره معلومات تر څېړنې وروسته څرګند شي.

دغه راز د دره صوف بالا ولسوال فضل الدين جسور وايي چې د تېرې ورځې سېلابونو د دې ولسوالۍ په "بيني منګ" کلي کې نهه کورونه نړولي او زيانمن کړي دي.

د خرم سارباغ ولسوال عبدالله مجاهد وويل چې سېلابونو د دې ولسوالۍ په  "سارباغ" سيمه کې لس کورونه نړولي او زيانمن کړي او د ځينو ځمکو حاصلات يې هم وړي دي.

په سمنګانو کې له پېښو سره د مبارزې رييس رجب علي يوسفي د يادو سرچينو د څرګندونو په تاييد، د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل چې د دغه ولايت په روى دواب ولسوالۍ کې هم سېلابونو زيانونه اړولي دي.

هغه وايي چې په يادو سيمو کې د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو د کره کچې د معلومولو په موخه پلاوي ټاکل شوي دي.

د ده د څرګندونو له مخې، د زيانونو د کچې تر معلومولو وروسته به له سېلاب ځپلو سره اړينې مرستې وشي.

شاوخوا يوه مياشت مخکې کې هم سېلابونو د دغه ولايت په مرکز او خرم سارباغ ولسواليو کې ٤٤ کورونه نړولي وو او ځيني کرنيزې ځمکې يې زيانمنې کړې وې.

له دغه سېلاب ځپلو سره د خوراکي او ځينو نورو توکو مرستې شوي دي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan