د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هلمند کې د ګوزڼ واکسين کمپاين پيل شو

په هلمند کې د ګوزڼ واکسين کمپاين پيل شو

Jun 14, 2015 - 15:15

لښکرګاه (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۴): په هلمند کې د کتلوي معافيت چارواکي وايي چې له جګړه ييزو سيمو پرته د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې  د پوليو واکسين  اوومه  دوره  پيل شوې ده.

د هلمند  د کتلوي معافيت امر ډاکتر عبدالاحد حازم د غبرګولي٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګوزڼ واکسين په دغه کمپاين کې به پنځه زره واکسيناتوران برخه واخلي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې دا ځل په هلمند ولايت کې شاوخوا ٧ سوه زره هغو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين وشي چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په هغو سيمو کې هم د واکسين کمپاين پيل کړى چې د دولت تر ولکې لاندې نه دي  او واک يې هم د دولت له وسله والو مخالفينو سره دى خو ستونزې  يواځې په هغو سيمو کې دي چې همد اوس جګړې په کې روانې دي او موږ نه شو کولاى چې خپل رضاکاران ور ولېږو.))

د هغه په وينا، وسله والو مخالفينو او حکومت  هوکړه کړ‌ې چې واکسين يوه غير سياسي پروسه ده بايد په ټول هېواد کې پلى شي او پر وړاندې هېڅ ډول خنډ جوړ نه شي.

حازم دا هم وويل چې سږ کال د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې د ګوزڼ يوه پېښه ثبت شوې چې اوسمهال تر څارنې لاندې ده.

د هلمند د موسى کلا اوسېدونکي وحيدالله پژواک  ته وويل  چې د جګړو له امله ډېرى وخت واکسين کوونکي د دوى سيمو ته نه ورځي.

هغه زياته کړه: ((موږ د واکسين په ګټه پوه شوي يو او له اړوندو مسوولينو غواړو چې زموږ په سيمه کې واکسين پيل کړي.))

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د دښت سيمې اوسېدونکي باران وويل چې څو کاله وړاندې د         نا امنيو له امله واکسين کوونکي د دوى سيمو ته نه ورتلل خو اوس جګړه ختمه شوې او واکسين کوونکي د دوى سيمو ته ورځي.

د هغه په وينا، خلک د واکسين پر اهميت پوه شوي اوس هڅه کوي چې ټول واکسينونونه پر خپل وخت سره وکړي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement