د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په يو شمېر ولايتونو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په يو شمېر ولايتونو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jun 14, 2015 - 14:48

لښکرګاه- ګردېز_ اسعداباد (پژواک، ٢٤ غبرګولی ۹۴): د هلمند، پکتيا او کونړ امنيتي مسوولين وايي چې د چاڼيزو عملياتو او نښتو په ترڅ کې ٩٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٠ طالبان او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د دويمې لوا قوماندان ډګروال عبدالودو نجرابي د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دوو شپو کې وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ په ملازو او کتوزو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

ده وويل چې په يادو نښتو کې ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٩ تنه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، د يو شمېر وژل شوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته دي چې ځيني د ګاونډي هېواد پاکستان اوسېدونکي دي.

هغه وويل چې په يادو نښتو کې افغان امنيتي ځواکونو ته ځکه مرګ ژوبله نه ده اوښتې چې په دفاعي حالت کې و.

دغه راز د ٢١٥ ميوند قول اردو له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي چې په موسى کلا او خانشين ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو په لړ کې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د همدې قول اردو د يوې بلې اعلاميې په حواله په نوزاد ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

همدارنګه د هلمند د امنيې قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان عبدالستار نورزي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ اړوند سيمو کې د پوليسو پر څلور پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په يادو بريدونو کې د طالبانو د مشهور قوماندان ملا بلال په ګډون ١٥وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

ده وويل چې د يادو بريدونو پر مهال دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيا ولايت امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل د غبرګولي ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي اردو او پوليسو ځانګړو ځواکونو د احمدابا ولسوالۍ د (غړک) په سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.

دی وايي چې د عملياتو پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ژوندي نيول شوي دي.

نوموړی وايي چې د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکوانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

د غړک سيمې اوسېدونکي تاروخېل پژواک ته وويل چې نن سهار د سرې مياشتې دوه امبولانس موټر يې ليدلي چې د وسله والو طالبانو مړي يې پورته کول.

د هغه په وينا، د پنځو وسله والو طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته وو.

بلخوا د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو بې پېلوټه الوتکې د بريد له امله درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرينو ځواکونو بې پېلوټه الوتکې د وټه پور ولسوالۍ په قلعه قرو سيمه کې بريد کړى چې له امله يې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه وويل چې په وژل شوو کې يو د کونړ او دوه نور د ننګرهار ولايت اوسېدونکي دي.

د يادو ټولو عملياتو او بريدونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده چې له پرون راهيسې د پکتيا په ځاځي اريوب او د هلمند په ګرشک ولسواليو د ملي اردو درې سرتېري يې وژلي او د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې يې امنيتي پوسته پر هاوان ويشتى ده.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement