د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند والي: رسنۍ دې نړيوالو ته د جګړې اصلي بڼه وښيې

د هلمند والي: رسنۍ دې نړيوالو ته د جګړې اصلي بڼه وښيې

Jun 15, 2015 - 12:45

لښګرګاه (پژواک، ٢٥ غبرګولی ۹۴): د هلمند والي  ميرزا خان رحيمي د ستونزو په راسپړلو کې له رسنيو مرسته غوښتې او ويلي يې دي چې اوسنۍ جګړه نظامي نه، بلکې رواني ده.

د هلمند نوي والي دغه څرګندونې د ولايت په مقام کې د دغه ولايت له ځايي خبريالانو او ليکوالانو سره  د يوې ناستې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه  ځينې کړۍ او هېوادونه  غواړي چې د دې رواني جګړې لپاره ميليار دونه ډالره ولګوي.

رحيمي وايي، که چېرې رسنۍ پر امنيتي پېښو او خبرونو سربېره  د عام ولس د پوهاوي لپاره کار وکړي، ډېر ګټور  به تمام شي او خلک به وپوهېږي چې اصلي ستونزه څه ده؟

والي په خپلو خبرو کې زياته کړه، له وړاندې چې هر ډول و خو تر دې وروسته  به د خبريالانو  ستونزې هم هوارې کړي، خبريالان به پر وخت  معلومات ترلاسه کوي.

د هغه په وينا، دى به هڅه وکړي چې د ولايت په کچه د امنيتي ارګانونو او ولايت تر منځ همغږي رامنځته کړي، څو خبريالان وکولى شي پر وخت معلوماتو ته لاسرسى ولري.

رحيمي وويل چې د رسنيو پر فعاليتونو او ګټو باور لري که چېرې رسنۍ د ولايت پلانونه او فعاليتونه خلکو او نړيوالو ته ورسوي، په کارونو کې به يې ښه والی راشي او نيمګړتياوې به پوره شي.

نوموړي زياته، څوک چې له رسنيو خبرې پټوي، نيمګړتياوې به لري چې دی په دې ډله کې نه دی او پر مطبوعاتو باور لري.

هغه وايي: ((تر دې مهال مې سم کار نه دی پيل کړى، خو غواړم له خپل پلان سره  سم د دغه ولايت امنيت، سوله او بيارغونې په برخه کې ډېر کار وکړم.))

د هلمند د والي په وينا، د امنيت او سولې په ټينګېدو سره بيارغونې ته لاره هوارېږي، خلکو ته د کار زمينه پيدا کېږي او د خلکو اقتصاد ښه کېږي.

هغه وايي چې په دغه ولايت کې د فساد په اړه ورته ډېر شکايتونه شوي څو تر اوسه يې اسناد نه دي ترلاسه کړي .

د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې ډېرى مامورين د وړتيا له مخې نه دي ګومارل شوي چې دا هم يوه لويه ستونزه ده.

ميرزا خان رحيمي وايي چې همدا اوس د هلمند په شمالي ولسواليو کې پراخې  جګړې روانې دي او خلک په بد حالت کې ژوند کوي.

ده زياته کړه چې ډېر ژر په د دغو جنګونو د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي.

د هلمند نوي والي په داسې حال کې له ژورنالېستانو سره د همکارۍ سينه ډبولې چې د دغه ولايت خبريالان له تېر يوه کال راهيسې معلوماتو ته پر وخت د نه لاسرسري شکايت کاوه.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement