د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نورستان او هلمند کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټر نيول شوي

نورستان او هلمند کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټر نيول شوي

Jun 15, 2015 - 14:31

جلال اباد ، کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٤): په ختيځ کې د ٢٠١ قول اردو وايي چې ځواکونو يې په نورستان ولايت کې ٣٥٠ بورۍ چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

د ياد قول اردو وياند نعمان هاتفي د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودېدونکي توکي په ډېر ماهرانه ډول د سبزيو په بوريو کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د لومړۍ پلې لوا ځواکونو يو هينو موټر تلاشي کړ چې ترې امونيم نايټريت چاودېدونکي توکي ترلاسه شول.

هاتفي وويل چې دغه توکي د سبزيو په ٣٥٠ بوريو کې له پاکستانه د تورخم له لارې راوړل شوي وو.

نوموړى وايي چې ياد موټر د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې له چلوونکي سره نيول شوى دى.

د هغه په وينا، له دغه موټر څخه د يادو چاودېدونکو توکو تر څنګ سل حلقې ثانيه سوز لينونه، ٢٥٠٠ قوطي نور توکي چې د چاودېدونکو توکو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي، هم ترلاسه شوي.

بلخوا د ملي امنيت لوى رياست وايي چې منسوبينو يې په هلمند ولايت کې له چاودېدونکو توکو يو ډک موټر نيولى دى.

د ملي امنيت رياست له مطبوعاتي د فتر څخه پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې منسوبينو يې د يوه راپور په اساس يو ډاډسن موټر تالاشي کړ، چې ترې يې ١٥ بوشکه يې ماينونه،، يو ميل کلاشينکوف، يو ميل تومانچه ، سلګونه مرمۍ او نور توکي ترلاسه شوي دي.

سرچينې زياته کړې، وسله والو مخالفينو غوښتل چې ددې موټر په وسيله په لښکرګاه ښار کې ځانمرګى بريد ترسره کړي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement