د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې خلک او امنيتي سرتېري د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

هلمند کې خلک او امنيتي سرتېري د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

Jun 17, 2015 - 12:12

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۴): د هلمند امنيتي چاوراکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ٣٥ طالبان وژل شوي خو طالبان هم بيا په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

له تېرو څلورو ورځو راپه دېخوا د هلمند په کجکي ولسوالۍ د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده.

د کجکي ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن فيض الله اخند زاده د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راپه دېخوا په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته روانه ده او د دې ولسوالۍ يو شمېر سيمې هم طالبانو نيولې دي.

د اخندزاده د معلوماتو له مخې، د کجکي ولسوالۍ يواځې د تنګي او کجکي سيمې د افغان امنيتي ځواکونو او پاتې نورې يې د طالبانو په لاس کې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو چې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسو.))

هغه وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې په هلمند کې د طالبانو د شمالي ولسواليو پوځي قوماندان ملا افضل مشهور په معتصم او د موسی کلا ولسوالۍ د سرې قطعې قوماندان په ګډون ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه وايي چې په ياده جګړه کې د ملي اردو او ملي پوليسو درى سرتېري او ٤٥ طالبان هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د کجکي ولسوال ملا عبدالرازق اخندزاده هم پژواک ته وويل چې اوس هم په ياده ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.

د هغه په وينا، په کجکي ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته نوي پوځونه ور رسېدلي او د تېرې شپې په جګړه کې دوولس پوليس ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: "په سيمه کې لويه ستونزه د اکمالاتو ده او همدا اوس مهال په سيمه کې د خوراکي توکو له نه شتون سره خلک او امنيتي ځواکونه مخ دي."

ولسوال هم وويل، تر دې مهاله يې له لاسه وتلې سيمې بېرته نه دې نيولې خو هڅې يې روانې دي.

په کجکي ولسوالۍ کې يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته د نوم نه ښودو په شرط وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په تنګي سيمه کې هم د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي خو مرګ ژوبله نه لري.

دغه راز د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي چې د هلمند په دريو ولسوالۍ کجکي، سنګين او ګرشک کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې ٤٣ امنيتي ځواکونه وژل شوي او لس پوستې هم طالبانو نيولې دي.

هغه پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د دغو جګړو پر مهال يواځې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement