د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې اته وسله وال طالبان وژل شوي

هلمند کې اته وسله وال طالبان وژل شوي

Jun 20, 2015 - 11:24

لښکرګاه(پژواک، ۳۰ غبرګولی۹۴) : د هلمند ولايت چارواکي وايي چې  په مارجې او  موسی کلا ولسواليو کې ملکي وګړو، امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملا خېل د غبرګولي په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  تېره  شپه د مارجې ولسوالۍ په سيستاني سيمه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

نوموړي وويل چې  په دې جګړه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵  نور ټپيان دي.

د هغه په وينا،په دې جګړه کې يواځې يو پولېس ټپي شوی او وسله وال طالبان تر جګړې وروسته له سيمې تللي دي.

دغه راز د موسی کلا ولسوال محمد شريف خان پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وويل چې د يادو بريدونو له مله يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

خو هغه د يادو بريدونو له امله امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو د موسى کلا ولسوالۍ د بريدونو په اړه څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده چې د مارجې ولسوالۍ په سيستاني سيمه کې يې پنځه امنيتي سرتېري وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement