د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دره صوف بالا د ډبرو سکرو عوايد ١٤ سلنه کم شوي

د دره صوف بالا د ډبرو سکرو عوايد ١٤ سلنه کم شوي

Jun 21, 2015 - 15:45

ايبک(پژواک،٣١غبرګولى ٩٤): د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبروسکرو د دوو کانونو عوايد په تېرو شپږو مياشتو کې څه باندې ٨٦٤ ميليونه افغانيو ته رسېدلي ، خو د تېرکال  د ورته مودې په نسبت، ١٤٢ ميليونه افغانۍ کمښت ښيي.

د سمنګان د والي وياند محمد صديق عزيزي ددې مطلب د څرګندولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا عوايد له دوو کانونو (شباشک او دهانه تور) نه ترلاسه شوي دي.

نوموړي  د ايبک او دره صوف د لارې په اوږدو کې ناامني او د لارې خرابوالى د يادو دوو کانونو د عوايدو د کمښت لامل وګڼل.

د هغه په وينا، ددې ولسوالۍ د "لوېديځ ګرمک، ختيځ ګرمک او رشک" د ډبروسکرو کانونو عوايد او همداراز ددې ولايت د روى دواب او دره صوف پايين ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان ،چې خصوصي سکتور ته په اجاره ورکړل شوي په  ٨٦٤ ميليونو افغانيو عوايدو کې شامل نه دي.

نوموړي ددې ولايت د ډبرو سکرو د مجموعي عوايدو په اړه معلومات ور نه کړل او ويې ويل چې خصوصي سکتور  عوايد د کانونو وزارت ته ورکوي او په دې اړه له ده سره شمېرې نه شته.

په شمال  کې د ډبرو سکرو تصدۍ مشر انجنير عبدالرحمن افغان د والي وياند خبرې تاييد کړې ، خو ويې ويل چې له خطر نه د ډکو او غيرمعياري استخراجي تونلونو بندول د درې صوف بالا د ډبرو سکرو د عوايدو د کمښت بل لامل دى.

نوموړي د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې دې تصدۍ په تېرو شپږو مياشتو کې د کارګرانو د ژوند خوندي کولو په موخه، ډېر شمېر استخراجي تونلونه چې د غورځېدو امکان يې وو، بند کړي دي.

د دره صوف بالا ولسوال فضل الدين جسور خرمي وويل چې سکاره د دره صوف پايين ولسوالۍ له لارې ددې ولايت مرکز ايبک ته راوړل کېږي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دره صوف پايين ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د مخالفينو شتون ، د سکرو ډبرو د لېږد لار ناامنه کړې ده.

 د دره صوف بالا ولسوال وويل چې د دره صوف بالا د ډبرو سکرو په کان کې شاوخوا لس زره کسان په نږدې ٢٠٠ استخراجي تونلونو کې کار کوي، هغه وويل چې تېرکال د دره صوف بالا له کانونو څخه کابو دوه ميليارده او ٥٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي وو.

د دره صوف د سکرو د عوايدو کموالى په داسې حال کې دى، چې په ولسي جرګه کې د سمنګان خلکو استازې معصومې خاوري د روان کال د غبرګولي په ١١مه وويل،چې د خلکو شورا د دره صوف بالا په کانونو کې  په ٢٤ ساعتونو کې شخصي جيبونو ته  د دولت د  ١٥ ميليونو افغانيو عوايدو د لوېدومخه نيولې ده.

 معصومې خاوري د ادعا تر څنګ زياته کړه چې مسوولين د سکرو د تعرفې د دفترونو په قاچاق او درغلۍ کې ښکېل دي او له  زيات شمېر موټرو څخه چې د ډبرو سکاره لېږدوي ، ماليه نه اخيستل کېږي.

د سمنګان د دره صوف بالا کانونه د سيمه ييزو خلکو له خوا په ١٣٤٥کال کې کشف شول، روسي او الماني متخصصينو په دې کانونو کې په ١٣٤٦کال کې څه باندې ١٥٠ ميليونه ټنه د ډبرو سکاره اټکل کړي وو.

 همداراز د ډبرو سکرو کانونه د هندوکش غرونو د لړۍ په مختلفو قشرونو کې د کمربند په بڼه پراته دي چې د بدخشان له ولايت څخه پيل تر تخار، بغلان، سمنګان، باميان او سرپل ولايتونو پورې غځېدلي  او د هرات سبزک کان سره پاى مومي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan