د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ملي امنيت رياست د پوهنتون له دوو استادانو څخه بښنه وغوښته

د ملي امنيت رياست د پوهنتون له دوو استادانو څخه بښنه وغوښته

Jun 21, 2015 - 16:15

کابل (پژواک ٣١ غبرګولى ٩٤): د ملي امنيت رياست د غزني ولايت د پوهنتون له دوو استادانو څخه بښنه غوښتې ده.

د غزني پوهنتون دوه استادان نصيراحمد ارين او حبيب الله کاشفي وايي، چې وړمه ورځ د ملي امنيت او څارنوالۍ کارکوونکو له لوري د اداري فساد په تور له ټولګي بهر کړل شوي او بيا يې په زندان کې ورته وېښته تراشلي دي.

خو د غزني د استيناف څارنوالۍ مشر عبدالرشيد وايي، ياد دوه استادان د تور پربنسټ محبس ته لېږدول شوي او د محبس له قانون سره سم تورنو کسانو ته ځانګړې جامې ور اغوستل کېږي او له هغه وروسته يې سرونه تراشل کېږي. دغه استادان په اداري فساد تورن شوي او له دوو ساعتونو وروسته ازاد کړل شوي، خو دوسيې يې تر اوسه پورې نه دي پاکې شوې.

د ملي امنيت له رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې بيا راغلي، چې د دې رياست رييس رحمت الله نبيل، نن له يادو استادانو سره وکتل او د دوى پر وړاندې د رامنځ ته شوې پېښې په اړه يې خواشيني څرګنده کړه.

سرچينه کاږي، له يادو استادانو سره په ناڅرګند ډول ناسم چلند شوى او په دغه پېښه کې د ملي امنيت دوه ټيټ رتبه کارکوونکي په غيرمستقيم ډول ښکېل وو، چې اوسمهال نيول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

سرچينې د نبيل له قوله ليکلي: "د ملي امنيت لوی رياست په استازيتوب له تاسو درنو ښوونکو چې په ټولنه کې د معنوي پلار حيثيت لرئ او د افغانستان له ټولو درنو ښوونکو څخه بښنه غواړم، چې دغه پېښه ستاسو د ځورونې سبب شوې ده."

ده ويلي، د ملي امنيت لوی رياست د خپلو هېوادوالو د حق او حقوقو ساتنه او درناوی د خپلو دندو له لومړيتوبونو څخه بولي، د دې رياست منسوبين چې تر وروستي بريده د اساسي قانون د ارزښت د ساتنې په موخه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې هر ډول خطرات مني، خو هېڅکله هم د خپلو هېوادوالو بې عزتي او ځورونه نه مني.

نوموړي له يادو ښوونکو سره ژمنه کړې، چې پېښه به په هراړخيزه توګه څېړي او عدالت به پلى کړي.

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت هم دغه پېښه غندلې او په دې اړه يې خپل ژور خپګان ښودلى دى.

له يادوزارت څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زده کړو وزارت دغه "غير قانوني" کار، چې د هېواد د نافذه قوانينو خلاف دى، نه يواځې د غزني پوهنتون د استادانو لپاره سپکاوى او د حرمت حتک دى، بلکې دغه حرکت د هېواد د اکاډميکې ټولنې او ټولو استادانو لپاره سپکاوى دى.

سرچينه زياتوي، د ملي شورا د وکالت له دريځه ناوړه ګټه اخيستل او په ټولګي کې د نالايقو او غير حاضرو محصلانو په پلوۍ د پوهنتون د استادانو غير قانوني مجازات کول، د لوړو زده کړو پر وړاندې د يوه وژونکي زهر حيثيت لري.

د لوړو زده کړو وزارت له حکومت، ملي شورا، امنيتي او قضايي ادارو څخه غوښتي، چې دې قضيې ته لاسرسى وکړي او د پېښې عاملين او ملاتړکوونکي تر جدي پوښتنې ګروېږنې لاندې ونيسي.

تردې وړاندې "د افغانستان پوهنتونونو د استادانو ټولنې" هم، د دوو استادانو د ويښتو تراشل د دوى پر وړاندې يوه توطيه او سپکاوى بللى و او ګواښ يې کړى و، چې د يادې پېښې د نه لاسرسي په صورت کې به واټونو ته راووځي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement