د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل ښار کې يوه بهرنۍ مېرمن وتښتول شوه

په کابل ښار کې يوه بهرنۍ مېرمن وتښتول شوه

Jun 22, 2015 - 14:12

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٤): نن سهار په کابل ښار کې ناپېژاندو وسله والو يوه هالنډۍ مېرمن وتښتوله.

د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا هالنډۍ مېرمن د سويډن موسسې کارکوونکې وه او نن سهار د ناپېژاندو وسله والو له خوا د کابل څلورمې امنيتي حوزې د کلوله پشتې له ساحې څخه وتښتول شوه.

هغه زياته کړه، د معلوماتو له مخې تښتوونکي په صرف موټر کې سپاره وو او پلنګي جامې يې درلودې او دا نښې نښانې پوليسو ته د موندلو او نيولو لپاره ورکړل شوې دي.

نوموړي وويل چې پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې، خو تر اوسه يې د تښول شوې هالنډۍ مېرمنې د ځاى ځايګي په اړه څه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د دغې بهرنۍ مېرمنې د تښتولو مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan