د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سلګونو وسله والو پر وانټ وايګل ولسوالۍ بريدونه کړي

سلګونو وسله والو پر وانټ وايګل ولسوالۍ بريدونه کړي

Jun 25, 2015 - 11:12

جلال اباد (پژواک، ٤ چنګاښ ۹۴): د نورستان ولايت چارواکي وايي چې شاوخوا ۵۰۰ وسله والو طالبانو د وانټ وايګل پر ولسوالۍ بريدونه پيل کړي او لا هم جګړه روانه ده.

د نورستان وانټ وايګل د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په نږدې ګاونډ کې پرته ولسوالي ده چې ځينې سيمې يې له پخوا د وسله والو طالبانو په واک کې دي.

د وانټ وايګل سرپرست ولسوال يارګل د چنګاښ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار پنځه بجې شاوخوا پنځه سوه وسله والو طالبانو پر دې ولسوالۍ بريدونه پيل کړل.

ولسوال په خبره، د کونړ د ماڼوګي، کټار او کمبير سيمو لسګونه وسله وال د وايګل له طالبانو سره يو ځای پر دې ولسوالۍ بريد پيل کړی او سخته جګړه روانه ده.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده؟ وويل: ((له اوو خواوو څخه طالبانو بريدونه پيل کړي، زه هم په مورچل کې يم او ډزې کوم، که د ملي اردو سرتېري او نظم عامه پوليس رانه شي مشکل جوړېدای شي.))

هغه زياته کړه چې په ياده ولسوالۍ کې د ملي اردو او نظم عامې سرتېري نه شته خو په خبره يې د کونړ له ماڼوګي ولسوالۍ په اسانۍ سره اکمالېدای شي.

بلخوا د نورستان د ولايتي شورا رييس انجنير سعدالله وايي: ((ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده، لسګونه طالبانو پرې بريد کړی او تر اوسه زموږ دوه پوليس هم ټپيان دي.))

نوموړي پژواک ته وويل چې د وايګل ولسوالۍ مقام ته په نږدې سيمو کې د خلکو کورونه دي او هغوی هم په کورونو کې بند پاتې دي.

د ولايتي شورا رييس غوښتنه وکړه: ((حکومت دې يادې ولسوالۍ ته کومکي سرتېري ولېږي ځکه که دا ولسوالۍ سقوط شوه بيا يې نيول ستونزمن دي.))

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقيوم بيا په وانټ وايګل ولسوالۍ د وسله والو بريدونه مني خو يادونه کوي چې دوی ورته پوره چمتولی لري.

والي وايي: ((ولسوالۍ نه د سقوط په حال کې ده او نه محاصره ده، طالبانو بريد کړی خو زموږ سرتېري ورسره د جګړې توان لري ځکه موږ له مخکې خبر وو چې طالبان بريد کوي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement