د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عيسى محمد لسګونو ماشومانو ته وړيا تدريس کوي

عيسى محمد لسګونو ماشومانو ته وړيا تدريس کوي

Jun 25, 2015 - 10:59

کندهار (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٤): د کندهار ښار د درېيمې ناحيې د تنګو کوڅو په منځ کې يو ويجاړ کور اوس کنډواله نه، بلکې يو ښوونځى دى چې د دې سيمې لسګونه ماشومان په کې تر شنه اسمان لاندې وړيا زده کړې ترلاسه کوي.

له دغه ويجاړ کور څخه د خاموشۍ پر ځاى اوس د هغو ماشومانو د درس ويلو غږونه پورته کېږي چې مخکې له زده کړو بې برخې وو او په کوڅو کې سرګردانه ګرځېدل.

خو د دې سيمې يو لوستي ځوان له همدغه کنډواله کور څخه د رڼا خپرولو تکل وکړ، هغه د سيمې د کورنيو مشران وهڅول چې خپل ماشومان له کوڅو را وګرځوي او په همدې ويجاړ کور کې يې زده کړو ته کښېنوي.

دغه ځوان د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل دوه ويشت کلن عيسى محمد دى چې هم په خپله زده کړې کوي او هم نورو ته زده کړې ورکوي.

عيسى محمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نژدې دوه کاله کېږي، چې دغه کنډواله کور مې د زده کړې په مرکز بدل کړى او د کلي ماشومانو ته وړيا درس وايم.))

هغه زياته کړه، په کلي کې يې نږدې ښوونځى نشته، له همدې امله کورنيو زړونه نه ښه کول چې خپل واړه ماشومان د زده کړې لپاره لرې ښوونځيو ته واستوي.

 دى وايي، دا چې په خپله هم زده کړې کوي او د پوهې په ارزښت پوهېده، نو دغه حالت سخت ځوراوه چې د کلي ماشومانو خپل قيمتي وخت په لوبو تېراوه او له زده کړو بې برخې وو.

د عيسى محمد په وينا، بالاخره يې د خپل احساس له مخې پرېکړه وکړه چې خپل کور ته څېرمه په يوه نړېدلي او ويجاړ کور کې ماشومانو ته وړيا درس پيل کړي، تر څو ماشومان له بې ځايه ګرځېدو راوګرځوي او د پوهې له نعمت څخه يې برخمن کړي.

دغه ځوان وويل، د دې کار لپاره يې لومړى د کلي له مشرانو سره خبرې وکړې او هغوى يې دې ته وهڅول چې خپل ماشومان د زده کړو لپاره دغه زاړه کور ته ور ولېږي.

دى وايي، نږدې دوه کاله کېږي چې د کلي شپېتو تنو وړو نجونو او هلکانو ته وړيا درس ورکوي، هغوى ته يې په دې موده کې ډېر څه ور زده کړي او له خپل دې کار څخه زښت ډېر خوند اخلي.

د نوموړي په وينا، د کندهار ګرمي ډېره تونده وي او ان کله- کله تر ٤٥ او ٤٦ سانتي ګراډ درجې پورې رسېږي، خو بيا يې هم د پوهې د رڼا خپرولو دا کار روان ساتلى او درس ورکول يې قضا کړي نه دي.

عيسى محمد وايي ، د دې لپاره چې زده کوونکي يې د تېز لمر له سوځوونکو وړانګو ساتلي وي، د هغوى پر سرونو يې د ټوکر سايوان ځوړند کړى، خو له دې سربېره هم د ماشومانو نازک وجودونه د دوبي د سوځوونکي لمر د زغملو توان نه لري.

د نوموړي په وينا، د کندهار د پوهنې رياست تر دې مهاله له زده کوونکو سره يوازې د کتابونو، قرطاسيې او بکسو مرسته کړې، خو نورې مرستې يې نه دي ورسره کړي.

هغه د پوهنې له رياست څخه وغوښتل چې په دې سيمه کې ماشومانو ته ښوونځى جوړ کړي، تر څو د اوسني هغه پر ځاى په ښه چاپېريال کې زده کړې وکړي.

ده دغه راز غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې دې د پوهنې په برخه کې هڅې چټکې شي او په هغو سيمو کې دې ښوونځي جوړ او فعال شي چې په تېر کې غير فعال او يا هېڅ موجود نه وو.

د دې سيمې ماشومان که څه هم خوشحال دي چې د زده کړو زمينه ورته برابره شوې ده، خو د پوهنې له رياست څخه غوښتنه کوي چې ښوونځى دې ورته جوړ کړي، تر څو د نورو ماشومانو په څېر هغوى هم په ښه چاپېريال کې زده کړې وکړي.

د جميل احمد په نوم يو اته کلن ماشوم وايي، ښوونکى يې په ډېره مينه درس ورته وايي، خو ګرمي يې سخت ځوروي.

د ده په خبره، د هغوى له کور څخه ښوونځى لرې دى او ورتلاى نه شي، که د هغوى کورونو ته نږدې ښوونځى جوړ شي، نو له اوسنيو ستونزو به خلاص شي او د يوې کنډوالې پر ځاى به په يوه پاک ټولګي کې درس ووايي.

د ريحانې په نوم يوه بله لس کلنه ماشومه هم ورته غوښتنه کوي او وايي چې مخکې يې درس نه وايه او په کوڅو کې له خپلو همزولو سره لوبې کولې، خو اوس يې مور او پلار هڅولې چې درس ووايي.

دا زياتوي، ښوونکى له هغوى څخه پيسې نه اخلي او وړيا درس ورته وايي، د پوهنې رياست دې هغوى ته ښوونځى جوړ کړي، چې له خپلو همځولو سره په ګډه په کې درس ووايي او لوړو ټولګيو ته بريالۍ شي.

د همدې سيمې (درېيمې ناحيې) اوسېدونکي وايي چې که څه هم دلته نږدې ښوونځى نشته، خو ځوان عيسى محمد د هغوى ماشومان له لالهاندۍ راګرځولي او دوه کلونه کېږي چې هغوى ته وړيا درس وايي.

د سردار محمد په نوم د دې سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل: ((زه يوه لور او يو زوى لرم، دا چې هغوى لرې ښوونځي ته نه شي تلاى، نو همدلته په همدې کنډواله کور کې وړيا زده کړې کوي.))

هغه زياته کړه، د کلي د ډېرو کورنيو ماشومان اوس دلته په ژمي او دوبي کې په سخت حالت کې زده کړې کوي، د پوهنې رياست دې د دغه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړي.

د کندهار د پوهنې رياست وياند نظر محمد صميمي په داسې حال کې چې د ځوان عيسى محمد د دغه کار ستاينه کوي چې د خپل کلي شپېتو تنو ماشومانو ته وړيا زده کړې ورکوي، وايي اړوندې ادارې تر دې مهاله له هغوى سره د کتابونو، قرطاسيو او بکسو مرسته کړې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د پوهنې رياست پلان لري، د کندهار ښار تر څنګ په يو شمېر ولسواليو کې د زده کړې محلي ټولګي جوړ کړي چې په دې لړ کې به د زده کړې دغه ځاى هم په محلي ټولګيو بدل کړي.

د نوموړي په وينا، زده کوونکي به وکولاى شي چې په دغو ټولګيو کې له لومړي تر څلورم ټولګيو پورې زده کړې وکړي او وروسته د نورو زده کړو لپاره ښوونځيو ته ولاړ شي.

کندهار د سوېلي زون هغه ولايت دى چې په خپل تشکيل کې ٤٥٩ ښوونځي لري، خو شاوخوا ١٠٠ بابه ښوونځي يې د ناامنيو له امله تړلي پاته دي.

په دغه ولايت کې ان داسې ولسوالۍ هم شته چې ښوونځي په کې يوازې د کاغذ پر مخ وو او هره مياشت يې پر سر سلګونه زره افغانۍ اخيستل کېدې او شخصي جېبونو ته تلې.

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement