د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ١٩ورزشي څانګو کې سيالۍ روانې دي

په ١٩ورزشي څانګو کې سيالۍ روانې دي

Jun 25, 2015 - 14:12

کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٤): د اولمپيک ملي کمېټې د اولمپيک د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت په کابل او ولايتونو کې د حرکت، يادولو او تجربې په موخه د ١٩ څانګو د ورزشکارانو تر منځ سيالۍ پيل کړې دي.

د جون ٢٣ مه نېټه د اولمپيک نړيواله ورځ ده چې د "حرکت، يادول او تجربه" له شعار سره، د اوسني المپيک د جوړېدو او حرکت د درناوي په موخه، په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

په همدې موخه د المپيک ملي کمېټې هم د اولمپيک اوونۍ تر نامه لاندې د ورزشکارانو د فدراسيونونو تر منځ سيالۍ پيل کړې دي.

د اولمپيک ملي کمېټې مرستيال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ د ملي منتخبو لوبډلو تر منځ په بېلابېلو برخو کې په کابل او د ولايتي ورزشي مديريتونو له خوا په ولايتونو کې جوړېږي.

هغه زياته کړه چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې، په کابل ښار کې د ١٩ څانګو د ورزشکارانو تر منځ سيالي پيل شوې او په لومړۍ ورځ د سنوکر او جيدو ډلو تر منځ سيالۍ ترسره شوې.

د اختري په خبره، بدمنتون سيالۍ هم تېره ورځ پيل او نن پاى ته ورسېدې چې د شکيب او عمر په نومونو دوو ورزشکارانو لومړى او دويم ځاى خپل کړ.

د اولمپيک ملي کمېټې مرستيال وويل چې په دې سياليو کې شکيب د يو نومرې په توپير سره عمر ته ٢٣پر ٢٢ ماتې ورکړه.

اختري وايي چې دا سيالۍ د موى تاى، لمبا، کښتۍ ځغلونې، واټرپلو، بسکټبال، پينګ پانګ، ټينس،ټکواندو، هنډبال، وزن وچتونې، اتلتيک، بُکسنګ، جمناسټيک او وشو کلپونو ترمنځ د کابل په کچه تر سره کېږي.

د "همګام جوانان باختر" په نوم د جمناستيک کلپ يوه ورزشکار هوشمند همدرد، د دغو سياليو جوړېدل د ورزش د ودې لپاره مهم بولي او وايي چې دا سيالۍ به د وزرشکارانو د تجربې د زياتوالي سبب شي.

هغه له چارواکو غوښتنه وکړه چې په ملي کچه ورته لا زياتې سيالۍ جوړې کړې، څو د ورزشکارانو تجربه زياته شي او وکولاى شي چې په راتلونکي کې په نړيواله کچه خپل هېواد ته زيات وياړونه وګټي.

د اولمپيک ملي کمېټې مشر سيد فهيم هاشمي په خپله فېسبوک پاڼه کې ، ټولو وزرشکارانو ته د المپيک نړيوالې ورځې د مبارکۍ ورکولو تر څنګ ليکلي:((راځئ چې ددې ورځې په نمانځنه ثابته کړو چې په هېواد کې د المپيک ارزښتونو او حرکت ته ژمن يو او ورزش ته د خلکو د يووالي او نږدې کېدو د اغېزناکې لارې په سترګه ګورو.))
هغه وويل چې ملي اولمپيک کمېټې هم په هېواد کې د المپيک حرکت د پراختيا لپاره خپل رسالت او ژمنې ته په پام سره، يوه اوونۍ د المپيک په نامه نومولې چې د هېواد په ورزشي تاريخ کې بې مخينې ګڼل کېږي.

د هاشمي په خبره، د هېواد ملي فدراسيونونه به د المپيک اوونۍ په نمانځه کې د خپلې ونډې په سره کولو سره بنسټيز رول ولوبوي.

د ملي اولمپيک کمېټې مشر له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ټولنې د بنسټيزو فرهنګي جوړښتونو ښه والي، ورزش ته د خلکو د هڅونې، د روغتيايي مواردو، ژوند چاپېريال او نورو برخو کې د پوهاوي په موخه د المپيک په اوونۍ کې فعاله ونډه واخلي.

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan