د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ګرشک کې ١٢ پوليس وژل شوي

په ګرشک کې ١٢ پوليس وژل شوي

Jun 25, 2015 - 12:44

لښکرګاه (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۴) : د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته کې دوولس پوليس وژل شوي دي.

د هلمند يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط د چنګاښ په ٤مه  پژواک خبري اژانس اژانس ته وويل چې  تېره  شپه د ګرشک ولسوالۍ په زنبلي سيمه کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر يوې  پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې د  ياد بريد له امله څلور رسمي او ٨ غير رسمي پوليس وژل شوي دي.

د سرچيني له قوله طالبانو ته هم په دې نښته کې مرګ ژوبله اوښتې خو د کره  شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل هم ياده نښـته تاييدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د زنبلي سيمې يوه اوسېدونکي اخترمحمد پژواک ته وويل چې په ياده پوسته کې ټول سرتېري وژل شوي او د پوستې مهمات او وسلې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ په نورو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

د وسله والو وياند قاري يوسف احمدي هم ياده نښته تاييد کړه.

هغه  پژواک ته وويل چې طالبانو د پوستې د قوماندان محمد ولي په ګډون دوولس پوليس وژلي دي.

هغه وايي چې په ګرشک ولسوالۍ يو شمېر نورې سيمې هم طالبانو نيولې دي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement