د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ګرشک کې د وسله والو د خوځښتونو مخنيوى شوى

ګرشک کې د وسله والو د خوځښتونو مخنيوى شوى

Jun 25, 2015 - 14:01

لښکرګاه (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۴): د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، د امنيتي ځواکونو د همغږۍ او د خلکو د مرستې په پايله کې وسله وال طالبان ونه توانېدل چې په دې ولسوالۍ کې خپل پلانونه عملي کړي.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عبدالقيوم بارک د چنګاښ ٤مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو تر منځ اړينه همغږي شتون لري.

هغه زياته کړه: ((د نورو ولسواليو په څېر طالبانو په دې ولسوالۍ کې هم پوره هڅې وکړې چې خپل پلانونه پلي کړي خو موږ په پوره همغږۍ او چمتووالي يې مخه ونيوه.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ ډېره سيمه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده خو يواځې دغه ولسوالۍ له سنګين، موسى کلا او نوزاد ولسواليو سره په پولو کې امنيتي ستونزې لري.

هغه زياته کړه: ((له نورو ولسواليو سره په پولو کې ستونزې لرو خو هلته ډېرې وخت پوځي عمليات کوو تر څو د طالبانو خوځښتونه پراخ نه شي.))

ده وويل چې د ګرشک اوسېدونکي له امنيتي ځواکونو سره د طالبانو د پټنځايونو په پيدا کولو کې اړينې مرستې کوي چې دغه کار د ولسوالۍ د امنيت ټينګښت ته ډېره ګټه کړې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، هلمند څه د پاسه تر زرو ملي او سيمه ييز پوليس لري خو زياتوي چې پوليس د ټانکونو په برخه کې ستونزې لري او امنيتي چارواکي يې بايد دغه ستونزه هواره کړي.

د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي حافظ امين الله پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې کمې دي.

هغه زياته کړه: ((په همدې روانه اونۍ کې له موږ سره وېره وه چې طالبان به بريدونه کوي خو امنيتي ځواکونو يې مخه ونيوه.))

ده هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې خلک له امنيتي ځواکونو سره د امنيت په ټينګښت کې اړينه همکاري کوي.

د ګرشک بل اوسېدونکى عبدالغفار وايي چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې کمې دي خو اداري فساد د دې لامل شوى چې خلک له دولت نه واټن واخلي.

هغه وايي چې د ګرشک ولسوالۍ پر لويه لار ځيني وختونه امنيتي ستونزې پيدا کېږي چې د مخنيوي لپاره يې بايد لازم اقدامات وشي.

د کابل _ هرات لار د ګرشک له ولسوالۍ څخه تېره شوې ده.

د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان او اوسېدنکي داسې مهال په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت خبره کوي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په زنبلي سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى او دوولس پوليس يې وژلي دي.

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement