د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې خلک د قضايي ادارو پر ځاى خپلې ستونزې په جرګو حل کوي

هلمند کې خلک د قضايي ادارو پر ځاى خپلې ستونزې په جرګو حل کوي

Jun 27, 2015 - 12:15

لښکرګاه(پژواک،٦چنګاښ۹۴): د هلمند ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دولت د قضايي ادارو تر پرېکړو پر ولسي پرېکړو ځکه ډير باور لري چې په لنډ وخت کې يې په سمه توګه ستونزې  ورته هواروي.

په افغانستان کې له سلګونو کلونو راهيسې خلک او ان حکومت په ځينو وختونو کې له وړو نيولې تر لويو پرېکړو پورې پر ولسي جرګو کوي چې يوه بېلګه يې هم لويه جرګه ده.

د کابل په ګډون په ډيرو ولايتونو کې اداري فساد د دې لامل شوى چې خلک په عدليي او قضايي ارګانونو باور له لاسه ورکړي او ولسي پرېګړو ته مراجعه وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ګرمسير ولسوالۍ قومي مشر شاولي خان د چنګاښ په٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلک په ډيرو مواردو کې د موضوعاتو د حل په موخه د قضايي ادارو پرځاى ولسي جرګو ته مراجعه کوي.

 هغه زياته کړه : "قضايي  ادارو کې د دې پرځای چې د خلکو ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي،  په لوی لاس ورته نورې ستونزې جوړوي  او له دواړو لورو څخه پيسې اخلي نو ځکه خلک د ستونزو  پرېکړې په خپل کور کلي کې پر ولسي جرګو کوي. "

د هغه په وينا، ډيرى وخت عدلي او قضايي ارګانونه له دوى څخه ګيله کوي چې ولې خپلې ستونزې پر دوى نه ، بلکې پر ولسي جرګو حل کوي.

دغه راز د لښګرګاه ښار يواوسېدونکى وزير ګل هم وايي چې په دې ولايت کې خلک خپلې ډيرې ستونزې په ولسي جرګو حل کوي.

هغه زياته کړه : "خلک پوهيږي  چې ستونزه څنګه هواره کړي او د ستونزو په سر او پای هم خبر وي خو حکومت بيا سړي ته نور مشکلات جوړوي. "

دغه راز هغه وويل :" که رښتيا درته ووايم په سلو کې به يو نفر  هم پېدا نه کړئ، چې په قاضي او څارنوال دې باور ولري او د هغوی فيصله او پرېکړه دې حق وبولي چې  دې کار هم د ولسي پرېکړو باور ډير کړى دی" .

هغه وايي چې په ډيرو ولايتونو کې خلک پر قومي مشرانو او سپين ږيرو باور لري او خپله هره ستونزه ورسره شريکوي.

د هلمند  د سرحدونو او قومونو چارو مشر  محمد قاسم نورزي پژواک ته وويل چې په افغانستان کې پر کليوالي جرګو د ستونزو حل کول پخوانى دود دى.

هغه د بېلګې په توګه وويل : " څو ورځې وړاندې مو يوه  ۳۳ کلنه دعوه چې دځمکې د ملکيت  په سر رامنځته شوې وه حل کړه او که دغه موضوع عدلي او قضايي ارګانونو ته تللې واى نو په پنځو کلونو کې يې هم نشواى  حل کولاى. "

د هغه په اند که چېرې قومي مشرانو او سپين ږيرو ته په سمه توګه واک ورکړل شي ډير ژر به هېواد ته سوله هم راشي.

خو د هلمند د استيناف محکمې مشر دل اغا همت پژواک ته وويل چې د هلمند په هغو سيمو کې خلک ستونزې پر ولسي جرګو حل کوي چې نا امني په کې ډيره ده .

هغه زياته کړه : (( هره ورځ موږ ته سلګونه کسان مراجعه کوي خو يواځې چيرته چې نا امني ډيره ده هلته خلک ولسي جرګو باندې پرېکړې کوي په نورو ځايونو کې قضايي ارګانونو ته مراجعه کوي.))

هغه د هلمند په قضايي ادارو کې د بډو په اړه وويل : ((اداري فساد په ټول افغانستان کې شتون لري زه په ټوليزه توګه د بډو اخيستل نه ردوم خو موږ کوښښ کړى چې د هلمند په قضايي ادارو کې د بډو مخه ونيسو.))

دا په داسې حال کې ده چې هلمند د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى او ډير شمېر ولسوالۍ يې اوس  هم له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement