د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند د خانشين خلکو حکومت دې ولسوالۍ ته په نه پاملرنه تورن کړ

د هلمند د خانشين خلکو حکومت دې ولسوالۍ ته په نه پاملرنه تورن کړ

Jun 28, 2015 - 11:26

لښکرګاه (پژواک، ٧ چنګاښ ۹۴): د هلمند د خانشين اوسېدونکي وايي چې په تېرو څو کلونو کې يې د ولسوالۍ امنيت او بيارغونې ته هېڅ پاملرنه  نه ده شوې.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې د هلمند والي ميرزا خان رحيمي هم شتون درلود.

په دې غونډه کې د خانشين اوسېدونکي حاجي ولي جان وويل چې په تېرو ١٤کلونو کې د دې ولسوالۍ يوې برخې ته هم د دولت له لوري پاملرنه نه ده شوې.

د هغه په وينا، په ولسوالۍ کې پلونه، سړکونه، کانالونه، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او نورې رغنيز ې پروژې نه دي پلې شوې او امنيتي ستونزې هم ډېرې دي.

هغه زياته کړه: ((دلته پروژې نه دي پلې شوې، امنيت نشته، زموږ ډېر ځوانان بې روزګاره دي او ښوونځي نشته چې ماشومان مو ښوونځي ته ولاړ شي.))

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي حاجي کرم خان وويل چې حکومت بايد هر څه ژر په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړين ګامونه پورته کړي.

هغه وويل، که په دې ولسوالۍ کې امنيت ټينګ نه شي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي به يو ځل بيا ايران او پاکستان هېوادونو ته ګډه شي.

هغه زياته کړه: ((دلته خلک ډېر په نا مناسب حال کې ژوند کوي، اقتصاد يې خراب دی، کارونه نشته، که چېرې ځيني پروژې پلې شي او خلکو ته کار پيدا شي بيا به هم يو څه ستونزې هوارې شي او هغه ځوانان چې له ناچارۍ جګړه کوي، پر خپل کور کېني.))

دغه راز د خانشين بل اوسېدونکي حاجي عبدالله خان وويل: ((په دې ولسوالۍ کې نا امني د دې لامل شوې چې دولت مو طالبانو په ملاتړ او طالبان مو د دولت په ملاتړ تورن کړي.))

هغه وايي چې هره ورځ په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه وي چې عامو خلکو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې امنيت ټينګ او د رغونې چارې پيل کړي.

په ياده غونډه کې د هلمند والي وويل چې خانشين ولسوالۍ ته يې د سفر اساسي موخه په دې ولسوالۍ کې د امنيت او رغنيزو چارو څارنه ده.

والي وويل چې د خانشين ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت لپاره به اړين پلانونه عملي کړي او د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو نورو غوښتونو ته به د امکان تر حده مثبت ځواب ورکړي.

دغه راز هغه وويل چې له فساد سره به جدي مبارزه وکړي او د هلمند د خلکو او دولت تر منځ به واټن کم او ټولو ته به يو شان خدمات وړاندې کړي.

خانشين د هلمند په سوېل کې له مرکز لښکرګاه څخه ۱۷۰ کيلومتره واټن لري او له پاکستان هېواد سره ګډه پوله لري چې وسله وال هم په کې په ازاده توګه تګ راتګ کوي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement