د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې ښوونکو ته د ځمکو د نومرو وېش پيل شو

غزني کې ښوونکو ته د ځمکو د نومرو وېش پيل شو

Jun 28, 2015 - 15:46

غزني ښار(پژواک، ۷ چنګاښ ۹۴) : په غزني ولايت کې ښوونکو ته د ځمکو د نومرو د وېش پچه اچونه پيل شوه، چې له مخې به يې د غزني د ښار  ښوونکو ته د ځمکو نومرې ورکړل شي ، خو ځينې استادان  وايى ،  په پچه اچونه کې درغلي شوې ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرمهال غزني کې ښوونکو ته ښارګوټي جوړ شوي و، خو د يو لړ ستونزو له امله تر اوسه پر ښوونکو نه و ويشل شوى.

د ياد شوي ښارګوټي  پچه اچونه نن د چنګاښ په ٧ مه د غزني ولايت په مرکز کې ترسره شوه.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني سرپرست والي موسي خان اکبرزاده وويل چې د ښوونکو د ښارګوتي ټول قانوني پړاونه پاى ته رسېدلي او ښاروالۍ يې نقشه هم جوړه کړې ده.

د هغه دمعلوماتو له مخې، دغه ښارګوټى په زر جريبه ځمکه کې جوړيږي چې په لومړي پړاو کې به د غزني د  ښار ښوونکو ته او بيا وروسته د ولسواليو ښوونکو ته هم ورکړل شي.

دغه راز د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد وويل چې په دې پړاو کې به څه د پاسه ٢٢٠٠ ښوونکو ته د ځمکې نومرې ورکړل شي.

هغه وايي چې په غزني ښار کې ٢٧٠٠ ښوونکي دي خو يادې نومرې به هغو کسانو ته ورکړل شي چې دوه کاله يې د ښوونکو په توګه دنده ترسره کړې وي.

د غزني د شامير لېسې ښوونکي سيداحمد پژواک خبري اژانس ته وويل : ((يواځې يې سندونه راکړل په دې کې د والي لاسليک نشته، فکر کوم چې موږ غولوي او نومرې نه راکوي، هيڅ ښوونکي ته خپله نومره معلومه نه ده يواځې سند يې ورکړى دى.))

د غزني ښار د نواباد سيمې د لېسې ښوونکې صالحې پژواک ته وويل چې په نننۍ پچه اچونه کې درغلي شوې، ځکه يو شمېر هغو استادانو ته د ځمکو د نومرو سندونه ورکول شول چې ډير لږ وخت يې کيږي چې د ښوونکي په توګه دنده تر سره کوي.

هغې وويل چې د ښوونکو لپاره ښارګوټي په لرې او نا امنه سيمه کې په پام کې نيول شوي او کيداى شي ډير ښوونکي په کې د کور له جوړلو ډډه وکړي.

د غزني د ښونکو ښارګوټى د غزني ښار په ٨ کيلومترۍ کې  د خنجر په سيمه کې پروت دى.

نښه: 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement