د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لښکرګاه ځانمرګي بريد کې دوه تنه وژل شوي او ٥١ ټپيان دي

د لښکرګاه ځانمرګي بريد کې دوه تنه وژل شوي او ٥١ ټپيان دي

Jun 30, 2015 - 10:15

دويم تعقيب- لښکرګاه (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٤): چارواکي وايي چې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې پر امنيه قوماندانۍ شوي ډله ييز بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون ٥١ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د موټر په وسيله ځانمرګى بريد نن (د چنګاښ په ٩مه) سهار شاوخوا نهه بجې او ١٥ دقيقې په لښکرګاه کې پر امنيې قوماندانۍ وشو .

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملا خېل د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بريدګرو شمېره درې تنه وه.

هغه زياته کړه : (( يو تن يې د قوماندانۍ شاته له دېوال سره خپل موټر ته چاودنه ورکړه او دوو نورو غوښتل چې قوماندانۍ ته دننه شي  او پر ما بريد وکړي.))

ملا خېل وايي، کله چې په لومړي موټر بم چاودنه کې د قوماندانۍ دېوال ونه غورځېد، نو د بريدګرو پلان ناکام شو، يو تن يې  خپل راکټ او نور مهمات په ساحه کې پرېښودل او په کوڅو کې يې منډه کړه او بل يې د قوماندانۍ په ٢٠٠ مترۍ کې بل موټر بم ته چاودنه ورکړه.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې درېيم بريدګر د قوماندانۍ په دوه کيلو مترۍ کې د پوليسو له خوا پر ډزو سره ووژل شو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او له يو شمېر برسېرن ټپيانو پرته ١٥ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې دواړو لويو روغتونونو ته ٥١ ټپيان ور وړل شوي ، چې دوه يې پوليس او ٤٩ يې ملکي وګړي دي.

د هغه په وينا،په ټپيانو کې ډېرى ښځې او ماشومان دي چې په کورونو کې دننه ټپيان شوي او يو شمېر نور لارويان او دوکانداران ټپيان شوي دي.

ځواک وويل چې په وژل شويو ملکي وګړو کې يوه مېرمنه ده.

د رحمت الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګي بريدګر خپل موټر  د  امنيې قوماندانۍ ودانۍ شا ته له دېوال سره جنګولى و.

نوموړى وايي، نورو ځانمرګو بريدګرو غوښتل چې د قوماندانۍ دېوال ونړوي او بيا قوماندانۍ ته ننوځي، خو توانېدلي نه دي.

د هغه په وينا، په دې سيمه کې د دېوال مخې ته بل سيمټي دېوال و چې هغه د امنيې قوماندانۍ د اصلي دېوال د نړېدو مخه نيولې ده.

هغه زياته کړه چې ياد ځانمرګي د پېښې ساحې ته په نږدې کورونو کې پټ شوي دي.

په لښګرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې ٤٠ ټپيان ور وړل شوي او يو شمېر نور بست روغتون ته لېږدول شوي.

د سرچينې په وينا، په ټپيانو کې دوه پوليس او پاتې يې ملکي وګړي دي  او د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement