د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتيکا کې افغان ځواکونه او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

پکتيکا کې افغان ځواکونه او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

Jul 01, 2015 - 11:54

ښرنه (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٤): د پکتيکا په دوو ولسواليو کې امنيتي ځواکونه او سله وال طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل د چنګاښ ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دغه ولايت د ګومل ولسوالۍ په خشک او خړ کليو کې د ملي امنيت ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.

د هغه په وينا، په يادو نښتو کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې د وژل شوو وسله والو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي او يو شمېر وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

پيرخېل دا هم وويل چې امنيتي ځواکونو په ګومل ولسوالۍ کې د حقاني شبکې د ماينونو يو پټنځاى هم کشف کړى او له منځه وړى دى.

هغه زياته کړه: (( دې شبکي غوښتل له يادو چاودېدونکو توکو په تخريبې فعاليتونو کې استفاده وکړي خو امنيتي ځواکونو يي پټنځاى کشف کړ.))

هغه وايي چې له ياد پټنځاى څخه ١٢٦ بوجۍ امونيم نايټرېټ هم  ترلاسه شوي چې په يوه ډينا موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو تر څو نورو سيمو ته يې ولېږدوي.

د ګومل ولسوال ښايسته ګل اخترزاده هم يادې پېښې تاييد کړې.

هغه وويل چې د قومي مشرانو په منځګړتوب د وسله والو طالبانو جسدونه کورنيو ته يې وسپارل شول.

طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د پکتيکا په شکين ولسوالۍ کې پر پوليسو بريد کړى او اتو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د پکتيکا امنيتي چارواکو د شکين د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement